میلر: د یوه قوماندان په توګه د ځواکونو د کمولو صلاحیت راکړل شوی
نوموړي زیاته کړه د طالبانو سره د خبرو اصلي مسئله د امریکایي ځواکونو پر وتلو ورټوله ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۶)
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په یوه مرکه کې ویلي، د دې واک لري چې ځواکونه کم یا ورټول کړي .
میلر چې د امریکا له ای بي سي تلویزیوني چینل سره یې خبرې کولې وویل، لا یې له پنټاګون او سپینې ماڼۍ څخه د ځواکونو د ایستلو په تړاو رسمي فرمان نه دی ترلاسه کړی خو په وینا یې چې د ځواکونو د کمولو او له افغان ځواکونو سره د هر اړخیزې مرستې واکونه ورکول شوي دي.
جنرال اسټین سکاټ میلر د خپلو خبرو په دوام وویل “ غواړم واضحه کړم چې نه مونږ او نه طالبان دا جګړه ګټلی شي او نظامي بریا بیخي ناشونې ده“
نوموړي زیاته کړه د طالبانو سره د خبرو اصلي مسئله د امریکایي ځواکونو پر وتلو ورټوله ده او امریکا هڅه کوي له سیاسي لارو دغې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکایي ولسمشر یوځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی خو د امریکا سنا ورته خبرداری ورکړی چې باید د دې کار هر اړخیزه ارزونه وکړي او بیا ګام واخلي



