وسلې چا کباړ کړې؟ 

ډاکټر یوسف کابلی

زمونږ په دري ژبه کې یو متل دی چې وایي: دروغګو حافظه ندارد، تیره ورځ اشرف غني د ميرمنو په یوه غونډه کې د وینا په ترڅ کې وویل چې که څوک د امنیتي ادارو د منحلولو وړاندیز کوي نو زر کاله دې انتظار وکړي!!! او دا فکر دې له ذهنه وباسي چې ګوندې د پخوا په څیر به یو ځل بیا نظامي وسایل کباړ کړي او پر پاکستان به یې وپلوري!!

اشرف غني له یوې خوا دغه راز احساساتي خبرې ځکه کولې چې میدان له نارینه و خالي و د غونډې ګډونوالې ټولې ښځې وې، بله د تعجب خبره داده چې نوموړی د ولسمشرۍ په څوکۍ ناست دی خو دومره غافل دی چی دی تر اوسه لا په دې ندی خبر چې کباړیان څوک وو؟ چا ورک کړل؟ او چا بیرته مسلط کړل؟

د ملي وحدت حکومت مجموعه له همغه پخوانیو کباړیانو+غرب مشربانو نه جوړه ده چې کله جهاد پای ته ورسید او د امریکا او نړیوالې مرستې پرې بندې شوې نو مجبوراً یې دولتي وسلې کباړ او پاکستان ته د پلورلو لپاره لیږدولې خو همغه کباړیان نن د ملي وحدت حکومت تر نامه لاندې د اشرف غني په اداره کې سره راغونډ شوي.

برعکس طالبان هغه څوک دي چې د همدغو کباړیانو د نادودو، مظالمو او وحشتونو پر خلاف د خپل دیني احساس له امله راوټوکیدل پاڅون یې وکړ قربانۍ او سرښندنې یې وکړې مبارزه، مجاهده او مجادله یې وکړه او یاد کباړیان یې ټول بې وسلې کړل یا یې په کورونو کینول او یا یو خوا او بلې خوا ته وتښتیدل.

یواځی د پنجشیر کباړیان سمڅو ته له وسلو سره وختل او پر سرکونو یې سترې ډبرې راوغورځولې او د طالب مجاهدینو لارې یې بندې کړې کنه هغوی یې هم خلع سلاح، اصلاح او په کورونو کینول، یاد کباړیان تر هغې په سمڅو او غارونو کې ایسار وو تر څو چې امریکا یايي باداران راورسیدل او له سمڅو یې راوویستل او یو ځل بیا یې پر افغان شهید روزونکي ملت مسلط کړل.

کباړي پخواني ټوپک سالاران، د ګډ حکومت اشرګري، د امريکايي ډالرو نڅاګر او د افغانانو د غوښو زبېښونکي تش په نوم ځينې جهاديان دي چې پخوا يې د ملت غوښې وزبيښلې (په کباړ يې ګذاره کوله) او اوس د امریکا ډالرو ته ونڅېدل چې ټول ملت يې ښه پېژني.

طالبانو خو دغه کباړیان ورک کړي و، څوک د تاجکستان کولاب ته تښتیدلی و، څوک د دره نور او کونړ په غرونو کې پټ و او څوک پاکستان ته تښتیدلی و او څوک ایران او غرب ته په تیښته بریالي شول.

دا خو امریکا وه چې د خپلو لاسپوڅو په وسیله یې دغه کباړیان او پاټکیان د ډالرو په زور له غرونو راښکته کړل له غربه یې بیرته راوستل، د طالبانو اسلامي نظام یې په کروز او بی 52 ډوله الوتکو ړنګ کړ او دا کباړیان یې له غرونو نه د ښارونو پر لور را مرش او د قدرت واګي یې په لاس کې ورکړلې.

طالبانو خو کباړیان اصلاح کړي او په کورونو کښینولی وو، کباړیان خو نن د اشرف غني سره څنګ تر څنګ ناست دي په یوه دسترخوان ورسره ډوډۍ خوري، او شراب او کباب وهي او په ګډه سره د افغانانو پر کورونو د شپې چاپې وهي، د مظلومو افغانانو کورنه په بمونو الوځوي او د کورنۍ واړه او زاړه ښځې او نارینه شهیدانوي او په ګډه د امریکایی بادارانو چوپړ کوي.

طالب خو د کباړیانو او پاټکیانو چې په شر او فساد یې نومولي وو پر ضد راپاڅیدلي وو او یواځې غربیان او غرب مشربه لاسپوڅي د کباړیانو زړه خوږي یاران دي.

کباړیان خو نن سبا امریکایانو ډالریان کړل، هیڅوک به دا ثابته نکړي چی طالب دې وسلې پر چا خرڅې کړې وي، ټول افغانان شاهد دي چې پخوانیو مجاهدینو کې هغو مجاهدینو چې له جهاد او اسلام نه منحرف شول د دغې جریمي مرتکب شول چې اوس ټول د امریکا په غیږ کې د عیش او عشرت ناستې لري.

طالبانو د پاټکیانو، کباړیانو بیخ او بنیاد ویستلی و، خو امریکا بیرته رازرغون کړل چې د امریکا په وتلو به یې یو ځل بیا طالب ریښې له بیخه وباسي چې د بیا ټوکیدا چانس هم پیدا نکړي ان شاء الله، و ما ذلک علی الله بعزیز.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button