(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۶)
د افغان فعالانو لخوا د روسیې په پلازمینه مسکو کې جوړه شوې غونډه روانه ده او ښایي چې سبا هم دوام وکړي.
په دغه بین الافغاني غونډه کې د طالب استازي سربیره ، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عطانور، یونس قانوني او محقق هم خبرې وکړې او په خپل وار یې د افغان سولې لپاره دغه غونډه یو نیکمرغه ګام یاد کړ.
کرزي وویل، افغانان داسې یو افغانستان غواړي، چې هېڅ بهرنی هېواد یې په کورنیو چارو کې لاسوهنې ونه لري.
نوموړي له زلمي خلیلزاد نه هم مننه وکړه او د مسکو غونډې جوړونکو ته یې هم کور ودانی ووایه.
یونس قانوني بیا وویل، له طالبانو سره د نظر اختلاف شته خو هر څه د بحث وړ دي ، هغه له اساسي قانون څخه هم دفاع وکړه خو زیاته یې کړه چې تعدیل په کې امکان لري
غونډې ته د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرایه رئیس عطامحمد نور د موقت حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه موږ نه غواړو، چې د طالبانو غوښتنې عادي وګڼو خو د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې باید هیرې نه شي.
محقق هم د سولې پر راوستو او د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل یوه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید نور د جګړې لپاره پلمې ونهلټوو بهرنیان له افغانستان وتونکي دي او له دواړو خواوو غواړم، چې راځئ په خپلو کې سره کینو او سولې ته و رسېږو
















