ليکوال: غورځنګ
اې د اردو عسکره! هغه مشران چې تا ته يې د ټرننګ پر وخت طالب پنجابی معرفي کاوه او د وطن د ابادۍ مخالف يې بللو، نن له هماغه طالب سره د دې لپاره کېناستل چې د خبرو کولو وياړ ورسره حاصل کړي، خو ته به له نن نه وروسته د همدې مشر په خوله له طالب سره جګړه کوې؟
اې د اردو عسکره! هغه مشران دې چې طالب ته يې د افغانستان پر خاوره د اوسېدو حق نه ورکولو خو اوس ورسره ګډه ناسته خپل وياړ بولي په داسې حال کې چې تا ته به يې ويل چې د طالب پر خبرو غلط نشې او پر طالب به يې د درواغو او جعلي تورونه لګول، نن هماغه مشران دې د طالب خبرې په ډېر غور او دقت اوري او وياړي پر دې چې نږدې دوه لسيزې وروسته يې له طالب سره ملاقات وشو، له نن نه وروسته به بیا هم ته له طالب سره د همدې بې بنياده تورونو پر اساس ناروا جګړه کوې؟
اې د اردو عسکره! تا ته خو همدغو مشرانو ويل چې طالب د وطن دښمن دی، طالب د سولې مخالف دی، جنګ خوښوي او … د نړيوالو قوانينو پر خلاف دی، خو نن دې بيا همدا مشران په هماغو خولو د طالب صفت او ستاينه کوي او وايي چې طالبان سوله خوښي دي، د اسلاميت او افغانيت ساتونکي دي، نو آيا له نن نه وروسته به بيا هم ته له همدغه سوله خوښي طالب سره جنګ ته زړه ښه کړې؟
د اردو عسکره! ستا مشرانو خو طالب ته بلکل د سولې په اړه د غږېدلو حق نه ورکولو، مګر طالب بيا هم ستا پر مشرانو دومره ترحم وکړ، چې د ملاقات کولو او د کتلو لپاره ورسره کېناستل، همداشان ستا مشرانو خو طالب داسې درپېژندلو چې ګواکې طالب يوازې د ټوپک شپېلۍ پېژني او د سولې لپاره څه برنامه نلري، خو اوس دې مشران د طالب اجنډا او د سولې برنامې ستايي.
اې د اردو عسکره! ستاسو مشرانو خو دومره هم ونه کړل چې د طالب استازو لپاره په کابل کې غونډه جوړه کړي خو نن بیا طالب د رښتيني افغان په صفت ستا له همدغو مشرانو سره په مسکو کې د مېشتو افغانانو په کوربه توب په غونډه کې کېناست او د خپلې اجنډا وضاحت ورته کوي نو له نن وروسته به بيا هم له طالب سره جګړې ته زړه ښه کړې؟
اې د اردو عسکره! نن چې طالب د مسکو په غونډه کې د اسلاميت، افغانيت، سولې، ازادۍ، خپلواکۍ، ابادۍ، بيا رغاونې او … په اړه کومې خبرې وکړې نو آيا په حقيقت کې دا د هر مسلمان مؤمن د زړه خبرې نه دي؟
آيا د طالب غږ د افغانستان د ټولو قومونو د اتحاد او ورورلۍ غږ نه دی؟
آيا د طالب د سولې برنامې د افغانستان په کامله ګټه نه دي؟
اې د اردو عسکره! که د مسکو نننۍ غونډه او په غونډه کې دې د طالب استازو دريځ، اراده، تصميم او د سولې په اړه خبرې اورېدلې وي نو آيا بيا به هم د وطن ساتنې تر جعلي او پوچ شعار لاندې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږې؟
















