ټاکنو کمیسیون د جمهوري ریاست د نوماندانو ابتدایي نوملړ اعلان کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۷)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د نوماندانو ابتدایي نوملړ اعلان کړ چې ټول نوماندان د شرایطو په پوره کولو توانیدلي دي.

کمیسیون وایي، د کانديدانو د منقولو او غیر منقولو شتمنيو معلومات، د سل زره رایې ورکونکو لیست او په بانک کې د امانت په توګه د یو میلیون افغانیو د ایښودلو په تړاو ټول رسېدلي اسناد یې تصدیق کړي دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات رسنیو ته ویلي د جمهوري ریاست لپاره د احتمالي کاندیدانو ټول اسناد څیړل شوي، چې په کې کومې نیمګړتیا شتون نه درلوده.
نوموړي زیاته کړه اوس هم یوه لویه ستونزه پرځای پاتې ده چې مالومه شي په دغو نوماندانو کې څوک بهرنی تابعیت لري او کنه.

سادات وویل، تر اوسه بشپړ مالومات نه لري خو سفارتونو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې چې په نهايي لست کې به مالومه شي او هغه څوک چې دوه‌ګونی تابعیت ولري هغه به وروستي لېست ته لاره نه پیدا کوي.

ویل کیږي.د افغان ولسمشر اشرف غني،  اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله په ګډون څو تنه نوماندان د بهرنیو هیوادونو تابعیتونه هم له ځانه سره لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button