ولسمشر غني په خپله تېره ژبه ځان منزوي کړ

ليکوال: غورځنګ
له تېرې څه مودې راهيسې چې د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې لپاره خبرې اترې روانې دي، زمونږ د هېواد ولسمشر هم لومړی څل هڅه وکړه چې د سولې په دغو غونډو کې ګډون ولري، همداشان امريکايي استازي هم په بار بار طالبانو ته ټينګار کولو چې افغان حکومت هم بايد د سولې په خبرو کې دخيل وي، خو د طالبانو کلک دريځ هيڅکله دې ته قانع نشو چې د سولې په خبرو کې دې افغان حکومت دخيل وي.
د شنونکو په ګومان طالبانو د سولې په غونډه کې د ولسمشر غني د پلاوي له ګډون سره په دې وجه مخالفت کاوه، چې د سولې په اړه اشرف غني بې واکه دی او يا هم هغه مسائل چې طالبان يې له امريکا څخه غوښتنه کوي، ولسمشر غني پکې بې اختياره دی.
د ځينو شنونکو په وينا افغان دولت لا له پخوا راهيسې د خپلې تېرې ژبې د کارولو له امله ځان د طالبانو په وړاندې بې حيثيته کړ او په نا اګاهانه ډول يې ځان د انزوا په لور ګړندی کړی، کله چې په 2013 کال کې نړيوال دې ته راضي شول چې طالبانو ته په قطر کې د دې لپاره رسمي دفتر خلاص کړي تر څو په ازادانه ډول وکولای شي، له امريکايانو سره د افغانستان معضله د خبرو له لارې حل کړي، خو د افغانستان د ادارې د هغه وخت واکمن (حامد کرزي) له نوموړي دفتر سره په کلک ډول مخالفت وښوده او له امريکايانو څخه يې جداً وغوښتل تر څو د طالبانو دا دفتر وتړي او هغه وخت يې لا پخپلو ويناوو کې وويل: چې د طالبانو سياسي دفتر هيڅکله هم افغان حکومت ته د منلو وړ نه دی.
له حامد کرزي وروسته چې کله اشرف غني ولسمشر شو، ده هم د کرزي د تېرې ژبې په تعقيب د طالبانو په وړاندې ورته ژبه کاروله، کله به هم چې د سولې په اړه وخت ناوخته څه خبره کېدله نو ولسمشر به ويل: چې د سولې کيلي له ګاونډي هېواد(پاکستان) سره ده، او طالبان خپلواک نه دي، خصوصاً په دې نږدې وروستيو کې چې د سولې د راتګ امکان ډېر شو نو اشرف غني هم په رسنيو کې خپلې تېرې ژبې ته لا څرخ ورکړ او وې ويل: (چې امريکا د پردې شاته له يوې وړې ډلې سره د افغانستان د سولې خبرې کوي).
که څه هم ولسمشر غني په دې ډول خبرو غواړي هم خپله راتلونکې واکمني وژغوري او هم ولس ته ځان سوله خوښی معرفي کړي خو د ولسمشر دا او دې ته ورته خبرې له ورايه ښکاري چې د سولې لپاره خنډ جوړوي، هر څوک اوس پوهېږي چې نوموړی د سولې په اړه بشپړ بې واکه دی او پخپله تېره ژبه يې ځان د منزوي کېدو پر لور ګړندی کړی، دا دی اوس هم چې په مسکو کې کومه غونډه وشوه، په دې غونډه کې د مختلفو سياسي ګوندونو استازو د دې لپاره ګډون درلوده تر څو د راتلونکي حکومت په اړه د طالبانو دريځ واوري او ځانونه ورڅخه خبر کړي، مګر د اشرف غني ټيم بيا په دې غونډه کې هم خپل ماشومانه ضد ونيو او ګډون يې پکې ونه کړ، چې دا پخپله د ولسمشر د منزوي کېدو لويې نښې دي او په دې دلالت کوي چې ولسمشر نور بشپړ منزوي شوی دی او نشي کولی نور په خپلو ويناوو او ګډو وډو خبرو افغان ولس وغولوي.



