پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د مسکو له کنفرانس څخه د طالبانو لاسته راوړنې

محمود نشرونکی: محمود
فبروري 7, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
181
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: عبد الله احمدي

مخکې له دې چې په انتخاب کړي عنوان خبره وکړم یو څو جملې د مسکو کنفرانس د مخالفینو په اړه کوم

دا هم ولولئ

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

مسکو کې بین الافغاني مذاکراتو چې د طالب، افغان سیاسیونو او احزابو د مشرانو تر منځ د فبروري په ۵ او ۶ تاریخ وشوې د کابل ادارې او د دې ادارې د مشر هغه لږ څه پاته حیثیت هم له منځه یووړ.

ټولو ته یې وښودله چې د ارام، سوکاله او اسلامي نظام پوښلي افغانستان د جوړېدلو په مخکې لوی خنډ اشغال، د کابل اداره او په ځانګړې توګه د دې ادارې ناکام، بې ځایه احساساتي، د واک او چوکۍ عاشق او پردیو ګټو ته ژمن رئیس محمد اشرف غني احمدزی دی.

یقینا د بین الافغاني ډیالوګ لومړی پړاوو افغانانو ته هیله بښوونکی وو.

د افغان مظلوم ملت دښمنانو په ټول توان سره هڅه وکړه چې د طالبانو ،  افغان سیاسیونو او احزابو د مشرانو تر منځ د ارام، سوکاله او له اشغالګرو څخه د خلاص افغانستان په مورد ناسته بې تأثره کړي خو و یې نشوای کړای یوازې ځانونه یې رسوا کړل چې د سولې مخالفين او مخه نیوونکي څوک دي؟

#د مسکو له کنفرانس څخه طالبانو لاندې لاسته راوړنې حاصلې کړې:

۱ ــ طالبان د اشغال د خاتمې، سر تاسري سولې او د یو ټول شموله اسلامي نظام لپاره له هر چا سره په هر ځای کې خبرو او مذاکراتو ته کېني او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

۲ ــ د مسکو غونډه د طالبانو په ملاتړ او د دوی د دښمنانو په حق کې یو رسا کاري ګذار وو ځکه یې د شنډولو هڅې کولې.

۳ــ دې کنفرانس او مجلس د بهرنیو ځواکونو په ضد د طالبانو مقاومت او مبارزې ته د مشروعیت قوت نور هم ور زیات کړ.

۴ــ  د کابل ادارې او امریکایانو پخواني دوستان یې د هغوی په مخالفت او د ځان په ننګه و کارول.

۵ ـ د کابل اداره کاملاً منزوي او د سولې په مخالف جهت کې واقع شوه.

۶ ــ د کابل ادارې مشر هغه څرګندونې چې زه به د طالبانو په وړاندې سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه کړم بابېزه  او تش خبرې شوې خو بالعکس نړیواله او سيمه ییزه اجماع د طالبانو په ملاتړ او ننګونه جوړه شوه.

۷ ــ نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته یې و ښودله چې د افغانستان ناارامي د نړیوالو او د منطقې په زیان ده او د دې هیواد بې ثباتي د ټولې منطقې لپاره د نا ارامۍ اغاز ده.

۸ ــ دا یې ثابته کړه چې د سولې په مخکې یو بل لوی خنډ د کابل اداره هم ده.

۹ ــ که چېرته امریکا، نړیوال، د منطقې هیوادونه، افغان سیاسيون او د ګوندونو مشران د ریښتینې سولې او د څلوېښت کلن بحران خاتمه غواړي نو د دې لپاره لومړی ریښتینې اراده او نیت مهم دی، که چېرته اراده ریښتینې نه وي معضله د حل پر ځای نوره هم ډېروي چې بیا به یې ختمول اسانه کار نه وي.

۱۰ ــ د دښمن د رسنیو او مطبوعاتو د جعل، پروپاګند، یو طرفي او رزالت څخه يې ټول خبر کړل.

۱۱ ــ   د ملکي تلفاتو له زیاتېدلو يې ؛چې د بهرنیو ځواکونو په ړندو بمباریو او وحشي چاپو کې ور اوښتي دي، پرده پورته کړه.

۱۲ ـ  خپل جهاد، مبارزه او مقاومت یې مشروع او حق ثابت کړ او خپله داعیه او اهداف یې ټولو ته واضح کړل.

۱۳ـــ افغان سیاسیونو او د ګوندونو د مشرانو ملاتړ یې د ځان کړ او د دوی له شر څخه یې تر ډېره حده ځان بېغمه کړ او هم یې یو ډول حجت ورباندې قائم کړ.

۱۴ ــ هغه ګنګوسې یې لرې کړې چې د دښمن رسنیو خلکو ته ابلاغ کولې چې یو له هغو خبرو څخه د شیر محمد عباس ستانکزي د خبرو تحریف وو چې اردو اړوند یې کړې وې.

۱۵ــ خپل مظلومیت او ۱۷ کلن مقاومت یې قانوني او په ټولو ومانه.

۱۶ــ د امریکا تجاوز او یرغل یې تجاوز او یرغل ثابت کړ چې د دې مجلس اکثره ګډونوالو هم د امریکا ننګه کوله او طالب یې ترهګر او تروریست باله.

۱۷  ــ د کابل ادارې او د مشر هغه پاته محبوبیت او حیثیت یې هم ور څخه واخیست.

۱۸ــ نظام به کاملاً د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او اصولو په رڼا کې جوړیږي او پیروي به یې کیږي، چې د طالبانو د مقاومت له مهمو اهدافو څخه یو دا هم دی.

۱۹ــ داسې نظام او حکومت به را منځته کیږي چې د افغانستان ټول اتباع پکې برخه او ګډون ولري او د ټولو پرګنو حقوق په کې محفوظ او رعایت شوي وي.

۲۰ــ د اشغال تر چتر لاندې د ډیموکراسۍ او سیکولرېزم په پایو جوړ شوی او ولاړ نظام کې به کامل اصلاحات او تغیرات راځي.

۲۱ــ د غونډې ټولو ګډونوالو د طالبانو د داعیې، مبارزې، اهدافو او غوښتنو ننګه، ملاتړ او ستاینه وکړه، هغه څه چې طالبانو له امریکایانو غوښتل دوی هم ور سره تایید او د همکارۍ ډاډ يې ور کړ.

۲۲ ــ د مجلس ټولو ګډونوالو د امریکایي فوځیانو له شتون سره مخالفت وښود او د بهرنیو فوځیانو د خروج ټینګه غوښتنه یې وکړه. چې د سولې په وړاندې همدا لوی خنډ دی.

۲۳ ــ په ګډه سره د یو اسلامي، مقتدر، مرکزي ټولشموله افغاني نظام او حکومت لپاره چې  ټولو افغانانو ته د کار، تعلیم، امنیت، پرمختګ او هوسایۍ زمینه برابره کړي صادقانه هلې ځلې او کوششونه کول هغه څه وو چې د غونډې ګډونوالو پرې هوکړه او موافقه وکړه.

۲۴ــ د مسکو غونډې ثابته کړه چې پنځه نوي سلنه افغانان د اشغال خاتمه غواړي او د ټولو شته ناخوالو مور اشغال او د پردیو هجومانه شتون دی.

۲۵ ــ دا راز دا وړ غونډې به دوام لري تر څو اشغال ته د پای تکی ایښودل شوی نه وي چې دویم پړاوو به یې په قطر کې کیږي.

۲۶  ــ د طالبانو د فتر رسمي کېدل، د تور لېست ختمول او د بندیانو ازادول هغه څه دي چې د افغان امریکایي جګړې په له منځه وړلو او یو ارام، سوکاله او ټول شموله اسلامي افغاني نظام راتګ کې مهم رول لري باید د جګړې ښکیل اړخ چې امریکا ده د طالبانو دفتر په رسمیت وپېژني بندیان ازاد کړي او هم د تور لیست خبره نوره ختمه کړي.

۲۷ ــ د مسکو غونډې دا هم روښانه کړل چې افغانان یو بل زغملی شي که چېرته پرېښودل شي.

لویه لاسته راوړنه د طالبانو لپاره دا شوه چې دوی د دې اوږدې جګړې له پیل څخه مخکې ویلي وو چې راځۍ پېښه شوې ستونزه د خبرو او ډیالوګ له لارې حل کړو خو مقابل جانب نه منله او په زور یې ګوته وهله.

دطالبانو لپاره بل مهم څه چې د یادولو وړ دي هغه دا دي چې هغو کسانو چې څو کاله مخکې له امریکایانو سره د طالبانو په ضد جنګیدل، طالب یې د سیمي اوهیواد لپاره خطر باله نن ورځ هغوی هم په دې پوی شول چې طالب یو واقیعت او ماته ور کول ناشونی کار دی بلکې د هیواد او منطقې لپاره خطر د امریکایي ځواکونو اشغال او ناروا شتون دی.

لوی ټکي: ادارهاشرف غنيامريکاسولهطالبانمسکوولسمشر
مخکینې مطلب

غزل

بل مطلب

اشرف غني:دښمن ته مو تعریف واضح ده، باید له منځه یووړل شي

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com