اشرف غني:دښمن ته مو تعریف واضح ده، باید له منځه یووړل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)

جمهور رئیس اشرف غني د روانو سولیېزو هڅو پر وړاندې یوځل بیا توند ګواښونه کړي او طالبانو ته یې د جګړې ټټر یې ډبولی دی.

نوموړي چې تیره ورځ غرمه مهال د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د یو کلنو کړنو د ارزونې سیمینار اختتامیه غونډې ته وینا کوله وویل، دښمن ته مو تعریف واضح دی؛ هرڅوک چې د افغانستان پر امنیتي ادارو بریدونه کوي باید ووژل شي.

نوموړي د مسکو ناسته کې د افغان سیاستوالو ګډون ته په اشارې وویل، مونږ دښمن ته د دوست خطاب نه کوو او پر پولیسو یې ژغ وکړ چې ستاسو یواځنۍ دنده د دښمن وژل او ځپل دي.
شنونکي وایي، د غني له دې څرګندونو ښکاري چې نوموړی تر خپله وروستي حده هڅه کوي، څو د یوې پایداره سولې د مخنیوي ترڅنګ د بهرنیانو د وتلو مخه هم ډب کړي او هغوی د مختلفو پلمو پر اساس په هیواد کې پاتې کړي.

اشرف غني د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کموالي په هکله هم سپارښتنې وکړې او پر ځانګړو ځواکونو چې تر ډیره په ولسي جنایاتو کې ښکیل بلل کیږي، د لا زیاتې پانګونې غوښتنه وکړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button