کرزی:  اوسنیو حالاتو کې د لویې جرګې راغوښتل اړین دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)

پخوانی افغان ولسمشر او د مسکو په ناسته کې د ګډونوالو افغان سیاسي څیرو  مشر حامدکرزی وایي، د روان بحراني وضعیت د کابو کولو او له دغه وضعیت څخه د ایستلو پر لارو چارو د بحث لپاره اړتیا ده څو لویه عنعنوي جرګه راوبلل شي.

کرزي د اسپونتیک خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي، “  د لویې جرګې لپاره شرایط برابر شوي، په بیړنیو حالاتو کې د افغانستان د خلکو اصلي مرجع لویه جرګه ده او د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو غوره لار هم د لویې جرګې راغوښتل دي، خو په موقعیت یې بحث شونی تر څو یوې حل لارې ته ورسیږو“

بل خوا بیا د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني  له دې کبله چې د شنونکو په باور،   خپله بقاء د دغې جرګې په رابللو کې نه ویني،  د لویې جرګې مخالفت کوي او دغه ډول غونډې بې ګټې  بولي.
په عین حال کې ډاکټر عبدالله بیاټینګار کوي چې د سولې په موخه د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې له روان بحران څخه د وتلو لار روښانه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button