دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د مسکو غونډه او ګټې يې

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 8, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
113
ځلې شریک شوی
116
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ليکوال : احمد منصور
د تېرې سه شنبې په ورځ په مسکو کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر استازو او د حکومت د اپوزيسيون غړو ، څه پخوانيو حکومتي چارواکو او څه پکې هغه خلک وه چې له اوسني مزدور حکومت سره د نظرونو اختلاف لري ګډه غونډه دايره کړې وه.
د طالبانو لس کسيزه پلاوی وه چې مشري يې عباس ستانکزي صاحب کوله او د هغوی پنځوس کسيزه پلاوی چې مشري يې حامد کرزي کوله ، بعضې هېوادوال د امارت دا عمل مناسب نه بولي او دليل ورته دا نيسي چې په دې غونډه کې هغو څېرو هم ګډون کړی وه چې لاسونه يې د ملت په وينو سره دي.
د دوی په آند له ورته خلکو سره ناسته او ګډ کانفرانس جوړول له امت او ملت سره ستره جفا ده او د امارت په زيان يې بولي که ووايو چې دا کانفرانس په نړی کې د امارت حيثيت به کم کړي او يا به ستر زيان و ګالي که د زيان خبره شي له دې مخکې هم داسې افعال ترسره شوي چې بعضې دوستانو د امارت په زيان بلل خو الحمدلله چې هغه د امارت په نفعه تمام شول د نمونې په ډول يې دوه مثاله درته ښايم :
۱ – اتلس کاله د مخه چې امريکا له امارت څخه شېخ اسامه صاحب غوښت خو ملا صاحب هر ځل ورته انکار کاوه هغه وخت کې هم بعضې خلکو د شېخ صاحب نه سپارل د امارت په زيان باله او ويل يې چې ملا صاحب ولې د يو کس لپاره ټول ولس په سره اور کې سوځوي خو مونږ وليدل چې د شېخ صاحب نه سپارل نه يوازې د امارت بلکې د ټول امت په ګټه تمام شول عربو خپل بيعت له امارت سره تازه کړ که چېرې يې سپارلی وی نو عربو به نه يوازې امارت سره په خپل بيعت نه وی درېدلي بلکې د امارت په ړنګولو به يې لاس پورې کړی وی امت به متفرقه شوی وه او د عربو او عجمو خپل منځي جنګ به پيل شوی وه چې همدا د کفارو له اهدافو څخه يو ستر هدف وه لنډه دا چې د شېخ صاحب نه سپارل تر ډېره حده د امت په متحد کېدو کې مرسته وکړه .
۲ – همداسې چې کله تېر کال مزدور حکومت په وړوکي اختر کې اوربند اعلان کړ اسلامي امارت هم د دښمن له پوچو تبليغاتو څخه د ځان ساتلو او په اوربند کې د مصلحت ليدلو له امله يې درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې تر ډېره حده د ولس لخوا د طالبانو دا عمل وستايل شو هغه وخت کې هم څه دوستانو د طالبانو لخوا د اوربند اعلانول مناسب و نه باله دليل يې دا نيوه چې څنګه هغو خلکو ته امن ورکړو ، خپلو کورو ته يې را پرېږدو چې د همدوی له امله مو کورونه له کونډو او يتيمانو ډک دي خو چې کله طالبان ښارو ته لاړل همدغو دوستانو د شهيدانو له وينو سره خيانت وباله.
طالبانو له وخت څخه نفع واخيسته پوليس او اربکيان يې په دې وپوهول چې تاسو د پردو لپاره قرباني کېږی او خپل خلک وژنی ، ځای ځای يې ورته وعظونه وکړل د اوربند ګټه دا شوه چې د اختر له څلورمې ورځې د پوليسو ، اربکيانو او کمانډويانو د تسليمی لړی پيل شوه او په مختلف ولايتو کې تسليم شول د دوی د تسليمی لامل دا وه چې طالبان يې له نېږدې وليدل پوه شول چې څه ويل کېدل طالبان پاکستانيان دي يا د هغوی د مفادو لپاره جنګېږي تش افواهات او تبليغات ول .
له دې غونډې څخه د طالبانو هدف څه وه ؟
له دې غونډې څخه هدف د هېواد د هغو جهتو سره چې د نظرونو اختلاف لري او د بهرنيانو له شتون سره يو ډول مخالف دي د اسلامي امارت برحقه داعيه رسول او هغوی په دې قانع کول چې اوسنی جګړه په تېلو ، طبعي زېرمو او يا په اوبو نه ده روانه بلکې اوسنی مسئله د مسجد او کليسا ده له هغو خلکو سره ده چې د نړيوال قانون خلاف يې زمونږ خاوره اشغال کړې ، زمونږ هغه نظام يې را ړنګ کړی چې ټول ولسونه مو پرې را ټول ول او هغه جنايات يې ترسره کړل چې قلم يې له ليکلو ، غوږونه يې له اورېدلو او خوله يې له ويلو عاجزه ده .
ګټه يې د طالبانو لپاره څه وه ؟
لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده کله چې وحشي وروسان زمونږ له هېواده شرمېدلي او ذليله ووتل هېوادوال په دې تمه ول چې اوس به د ورکړل شوو قربانيو او تېر شوو تکاليفو په عوض کې اسلامي نظام وګورو او د هغه نظام لاندې به په امن او سکون ژوند تېر کړو خو افسوس چې د ملت دغه ارمانونه د څو د چوکيو مجنونانو د خيانت له امله له خاورو سره خاورې شول ، خپل منځي جنګونه پيل شول ، د ولس نه مال ، نه عزت او نه سر په امن کې وه ، د هغو جګړو لاملونه زيات دي دوه لوی لاملونه يې دا دي: ۱) د واحدې قومندې نه شتون. ۲) اسلام ته په پوره ډول نه معتقد کېدل .
نو اوس امارت هم د هغه تاريخ له تکراره وېره لري چې هسې نه بيا ځل خپل منځي جنګونه شروع نه شي او د ولس قربانی عبثې لاړې نشي نو ځکه له هغو جهتو يا سياسي احزابو سره ګوري چې په ولس کې د هغوی خبرې منلې کېږي او تر شا يې اقوام ولاړ وي لکه د مثال په ډول حامد کرزی او د اوسني مزدور حکومت د سولې کمېسيون رئيس .
د کرزي تر شا اوس هم اکثره قندهاريان ولاړ دي هغه قندهاريان چې له طالبانو سره يو ډول مخالفت لري ، همداسې د سولې کمېسيون د رئيس تر شا هزاره قوم ولاړ دی او د ده خبره تر ډېره هزاره ګان مني له ورته خلکو سره ناستې تر ډېره حده به ګټورې تمامې شي ځکه د خپل منځي جګړو مخه به ونيولی شي.
هېوادوال دې مطمئن اوسي هېڅکله به د شهيدانو له وينو سره خيانت نه کېږي او نه به په نظام سودا کېږي له سياسي احزابو سره ورته غونډې دايرول د وخت ضرورت دی او مشران پکې مصلحت ګوري .

مخکینې مطلب

تحکیم امارت اسلامی ، ضامن نظام اسلامی و تنفیذ شریعت است

بل مطلب

کرزی:  اوسنیو حالاتو کې د لویې جرګې راغوښتل اړین دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com