ويسا: د ترهګرۍ خلاف جګړې اصلي بڼه نړیوالو ته رسوا شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۷)
له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو په اړه دا چې د وخت یو لوی ځواک ديرش کاله مخکې د سلواغې پر ۲۶ له لس کلن یرغل وروسته بيرته سروکوزی ستون شو چې دا (د هرې امپراتورۍ او زورواکۍ لپاره درس دی).
سرمقاله کې راغلي، دا ځکه ولس د پريديو پوځونو تر سيوري لاندې خپل ملي او د وياړ حماسې ورځې نمانځي چې پر دې نمانځنو د حاکمې وضعې سيوری لويدلی دی.
ورځپاڼې د پخواني شوروي اتحاد او امريکايي یرغل تر منځ توپير ته په اشارې ويلي، د ۱۳۵۸ د مرغومې شپږمې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او د ۲۰۰۱کال د اکتوبر د اوومې د امريکايي يرغل تر منځ ښکاره توپير دا دی چې شوروي یرغل نړيوالې ټولنې يرغل وباله او ملګرو ملتونو يې غندنه وکړه خو امريکايي یرغل د ترهګرۍ پرضد جګړه وبلل شوه او ټولې نړۍ يې ملاتړ وکړ.
ويسا ليکي، له څه باندې يوې نيمې لسيزې وروسته د ترهګرۍ خلاف جګړې اصلي بڼه نړيوالو ته رسوا شوه زياتوي : د یرغل ظاهري عنوانونه که هر څومره سره بېل وو د جګړې وحشتونه ورته وو، د یرغل موخې هم یو شان وې ځکه خو یې پایلې هم خامخا یو شان راوزي.
پرون په ارګ کې د شوروي پوځونو د ديرشمې کليزې په مناسبت په داسې حال کې غونډه ونمانځل شوه چې لا هم پر هېواد امریکايي يرغل سيوری غوړولی او د وحشتونو او بمبارونو، وژنو لړۍ روانه ده.
دغې غونډې ته ولسمشر غني د يو ويډيو پيغام له لارې وويل: له افغانستان د شوروي ځواکونو د ايستلو بری د خلکو د يووالي په نتیجه کې لاسته راغلی دی.
دغه راز طالبانو تيره ورځ په همدې مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي و چې امريکا دې د شوروي له ماتې عبرت واخلي او نور دې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي.



