د سلواغې ۲۶مه د ټولو نسلونو د ویاړ ورځ

سرلیکنه

پخواني شوروي اتحاد د نن نه نږدې دېرش کاله مخکې د خپل وحشي پوځ پر مټ زمونږ پر مظلوم او ربړیدلي هیواد افغانستان حمله وکړه چې  ډېرې برخې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

شوروي اتحاد په خورا استعماري، نظامي او اقتصادي غرور سره زموږ پر هېواد نظامي ظالمانه تیری و کړ؛ نږدې یو نیم مېلیون مظلوم او بیګناه افغانان یې په شهادت ورسول، په مېلیونونو نور یې معیوب او له هېواده مهاجرت ته اړ ویستل، کلي او ښارونه یې په کنډوالو بدل او حکومتي تاسیسات یې ونړول، خو افغانانو  يې پر وړاندې د خپلو نیکونو په څیر مقاومت وکړ او د نيږدې ۱۰ کلنې جګړې په پایله کې یې روسانو ته داسې شرمېدلې ماته ورکړه چې کله به یې هم هیره نکړي روسان یې دې ته اړ کړل چې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه پښې وباسي.

د سلواغې ۲۶ مه ورځ د افغانستان د مجاهد او سرلوړي ملت د پرتمینو، حماسو او تاریخي ویاړونو څخه ده چې په پایله کې یې د نړۍ هغه وحشي او وینې څښونکی زبرځواک له تاریخي ماتې سره مخ کړ او د افغانستان تر څنګ د نیمايي اروپا او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته يې له استعماري ولکې څخه نجات و رکړ.

افغانانو په پوره مېړانې او شهامت سره د نړۍ ستر استعماري ځواک په ګونډو کړ او نړۍ ته يې وښوده چې افغانان په هر وخت کې د خپلې خاورې، ناموس او عزت د ساتلو په موخه هرډول سرښندنې او مبارزې ته چمتو دي او د نړۍ هیڅ قدرت ته اجازه نه ورکوي چې د افغان ولس پر دودونو او مقدساتو ملنډې ووهي.

د سلواغې 26 د افغان ویاړلي تاریخ له هغو روښانه ورځو څخه یوه ده چې راتلونکي نسلونه به یې تل ترې په پوره ویاړ یادونه کوي او د راتلونکي نسل لپاره به د مېړانې، غېرت او شهامت له درسونو ډک باب وي.

په داسې حال کې  د افغان  مجاهدو شازلميو او نامتو غازیانو د دغه تاریخي ویاړ مبارکي د افغانستان ټول مجاهد ملت ته  وړاندې کوو؛ په دې هیله چې زموږ ولس او هېواد له اوسني غربي استعمار په وړاندې له روانې سپیڅلې مبارزې څخه هم په سرلوړۍ او ویاړ سره راووځي، خپلمنځي ستونزې حل او په یووالي سره سیمه ايیزو او نړیوالو ښکیلاکګرو او د هغوی ملاتړو ته هماغسې د عبرت نه ډک درس ورکړي لکه څنګه یې چې د روس او وارسا کمونیستي بلاک ته ورکړ .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button