ليکنه: خاکسار
طالبانو په تېرو څو ورځو کې په قطر کې د غونډو په دوام يوه اعلاميه خپره کړه چې ګواکې د روان ميلادي کال د فبروري پر اتلسمه نېټه د پاکستان په پلازمېنه (اسلام اباد) کې د دې هېواد له لومړي وزير(عمران خان) سره ناسته لري همدارنګ به په همدې ورځ له امريکايي پلاوي سره هم په همدې ځای کې وغږېږي، خو کله چې د طالبانو لخوا د اعلان کړی شوې نېټې وخت په پوره کېدو شو او طالبانو هم غونډې ته تابيا نيوله نو يو په دې وخت کې د افغان دولت ولسمشر د ملګرو ملتونو امنيت شوری ته شکايت ليک ولېږلو او ورته ليکلي يې وو چې (په پاکستان کې غونډې ته هغه طالب مشران ټاکل شوي دي چې ستاسو لخوا پرې بنديزونه هم لګېدلي او په تور لست کې شامل کسان دي او که چېرته دا غونډه تر سره شي نو دا د طالبانو د په رسميت پېژندلو معنا لري نو بايد تاسو يې په اړه جدي اقدام وکړئ!)
شايد همدا لامل به وي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شوری لخوا دغه غونډه لغوه اعلان شوه.
بايد ووايو چې طالبانو د تېرو غونډو په څېر په دا ځل غونډه کې هم له نړيوالو سره له خورا لوی تخنيک څخه کار واخيست او په عامه اصطلاح وې غولول.
کله چې خليلزاد هېواد پر هېواد ګرځېده او د روانې د پنځه ويشتمې نېټې د غونډې لپاره تابيا نيسي، نو طالبانو هم د نوموړې غونډې لپاره د خبرو اترو خپل نوی ټيم اعلان کړ، د طالبانو دا اعلان که څه هم افغان دولت ته لومړی ساده معلوم شو خو وروسته يې چې کله هم په اړه سوچ کوي نو يو ډېر پېچلی او مغلق اعلان ورته ښکاري.
د طالبانو لخوا د مذاکراتو لپاره داسې ټيم اعلان شوی دی چې غړي يې اکثره د طالبانو د تر ټولو قوي شورا (رهبري شورا) اشخاص دي، په دغو اشخاصو کې چې حکومت د چا په اړه خورا شک کې لوېدلی دی او د حيرانتيا څپو اخيستی دی، هغه ملا محمد انس حقاني ( د جلال الدين حقاني صاحب) زوی دی، چې لا هم په باګرام کې دی، حکومت په دې حيران دی چې انس حقاني تر اوسه د بند شپې او ورځې تېروي او طالبانو د خبرو اترو په ډله کې شامل کړی دی، نو خامخا په دې کې څه راز شته.
بل دا چې د طالبانو لخوا په اعلان شوي ټيم کې د هغو خلکو شمېره زیاته ده کوم چې لا تر اوسه هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورای په تور لسټ کې شامل دي.
د شنونکو په وينا طالبانو دغه خلک ځکه له خپل لوري د خبرو اترو لپاره ټاکلي دي چې معلوم کړي تر څو امريکايان د دې خلکو په اړه (چې نومونو يې په تور لسټ کې دي) څه اقدام کوي، که يې نومونه له تور لسټ څخه ووېستل شول نو معلومېږي چې امريکا او نوره کفري نړۍ د سولې د خبرو اترو لپاره رښتيا هم لېواله ده او رښتيا هم غواړي چې افغان مسئله د خبرو اترو له لارې هواره کړي. مګر که چېرته يې د دغو خلکو نومونه له تور لسته ونه وېستل او په د دوی په سفرونو يې لا هم بنديزونه نه وو لرې کړي نو بيا د امريکا روانې کړې هڅې صادقانه نه دي بلکې غواړي چې د نورو دې ته ورته دسيسو په څېر دا هم يوه دسيسه ده، چې کېدای شي امريکايان ورڅخه خپل استخباراتي اهداف ولري، والله اعلم
همدا شان له پاکستان سره د مذاکراتو لپاره هم طالبانو خپل هغه کسان ټاکلي وو چې نومونه يې په تور لست کې شامل دي.
شنونکي په دې باور دي چې طالبانو د دې ټيم په ټاکلو کې له ډېر زيات فهم، ځراکت او خورا پوهې څخه کار اخيستی دی او غواړي د سولې او روغې جوړې به اړه د امريکايي پلاوی شکمن نيت معلوم کړي، دا هم ويل کېږي چې اوس امريکا په دوه کې حيرانه ده چې څه وکړي؟ که چېرته د سولې خبرې په ټپه ودروي نو هلته ټرمپ غوصه کېږي او غواړي له کلني هغه تاوان څخه چې به افغانستان کې وراوړي، په ايئنده کې ځان وژغوري، او که چېرته د طالبانو دغه غوښتنې ومني نو بيا يې دا اتلس کلنه جګړه تر پوښتنې لاندې راځي بلکې د طالبانو پر وړاندې د سترې ماتې ښکارندويي کوي.















