لیکوال: خالد ځدراڼ –
له څو ورځو راهیسي امریکایی داړمارانو بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وحشت تر اوج واړولو، دیني مقدسات یې ونړول، د کورونو چتونه یې پر بې ګناه افغانانو کېښنول، تردې چې تیره شپه یې په میدان وردګو کې یوه کورنۍ په مکمله توګه په بمبار کې له منځه یوړه، په ځای د دې چې خلک راپورته شي د دې ظلمونو په خلاف پاڅون وکړي په خپلو کورونو کې پټ او د ځان خیر غواړي.
خو یو شمیر تر دې خلکو هم ډېر سپین سترګي شته چې هغه يې بیا په مقابل کې د مسجدونو، مدرسو نړولو او د ولس وژنو ته دلایل تراشي، په بد بویو خولو وايي: مسجد ځکه بمبار شو چې دلته طالب لمونځ کړی وو، کور ځکه بمبار شو چې د کور خاوند طالب ته ډوډۍ ورکړې وه.
ښه ځه! فرض کړه درسره ومې منل، مسجد ښه نه و کړي چې طالب ته يې په خپله غېږه کې د لمونځ اداء کولو اجازه ورکړې وه(؟!)
د کور څښتن هم خطاء کړې ده چې یو ببر سري مسافر طالب ته يې چای او ډوډۍ ورکړې وه.
ښه! هغه بله ورځ چې په ګرین ویلج کې درته په نره طالب سرتیري ګرځېدل او د خپلو ټوپکو شپېلۍ يې په امریکايي بدماشانو یخولې ولې دې هلته بمبار نه پرې کولو؟
پرون یې چې د کنټېنینټل هوټل په زړه کې ساعتونه، ساعتونه جګړه د امریکایی ځناورو په خلاف وکړه ولې مو هوټل په یو مخ نه پرې کېښنولو؟
ولې مو په لسو دقیقو کې د بمنو مور نه پرې اچوله؟
پوهېږو چې هلته دې ځکه پرې د بمونو باران نه کولو چې هلته ستا امریکايي باداران مېشت ول، ځکه تا پرې د خپلو جازونو سینې یخې نه کړې چې هلته مو بهرني دوستان مېشت ول…
پوهېږو چې تاته د مسجدونو، مدرسو او د دې چاود پوندو افغانانو څخه امریکايي شین سترګي ډېر محبوب دي. خو هغه ورځې لرې نه ده چې د ولس ترمخ به د خپلو وحشتونو حساب ورکړې(!) ان شاء الله.


















