د کفر تیارې خورې وې، د اسلام لمر لا نه وو راختلی؛ خو سره له دې چې جهالت خپلې وزرې د نړۍ په لر او بر باندي غوړولې وې بیا هم په نړیوالو بالخصوص د عربو په زړونو کې د الله کور(کعبې مطهرې) یو خاص ځای درلود او د هغې د عظمت په پار به یې هغې ته هیڅ ډول بې ادبي نه کوله؛ بلکې تر ډېره به یې کوښښ کاوه چې د الله له همدې سپېڅلي کور(کعبې معظمې) څخه دفاع وکړي. د عربو همدغه احترام چې کعبې مطهرې ته یې درلود، په ابرهه باندې سخت تمام شو او په خپل ښار کې یې یوه کوټه جوړه کړه چې ظاهري جوړښت یې ډېر منظم او په یو خاص انداز سره شوی وو؛ خو په معنوي لحاظ سره یې کوم ارزښت نه لاره، ابرهه د ښار اوسېدونکي مجبور کړل چې د کعبې شریفې د طواف پر ځای دې همدلته زما په لاس په جوړه شوې کوټې باندې طواف وکړي، د ابرهه دا اقدام عربو ته د منلو وړ نه وو؛ نو یو عرب ځوان ولاړ او هلته یې په هماغې د ابرهه په لاس جوړه شوې کوټه کې نجاست وکړ.
ابرهه چې کله د عرب ځوان دا احساسات ولیدل؛ نو لوی لښکر یې برابر کړ، فیلان یې ورسره کړل او د کعبې مطهرې د ورانولو هوډ یې وکړ، د زیات غرور سره د کعبې په لور روان شول، فکر یې کاوه چې زموږ مخته به هیڅوک نه درېږي آن تر دې چې د اوږدې لارې له طی کولو وروسته یې د حرم د دیار تر څنډو ځان را ورساوه، هلته یې د عبدالمطلب څو اوښان هم برمته کړل او د حرم شریف په څنډو کې یې پړاو واچاوه، عبدالمطلب چې کله د ابرهه د لښکر له راتګ او له خپلو اوښانو څخه خبر شو کوم چې ابرهه په خپله ولکه کې راوستي دي؛ عبدالمطلب چې یو ځیرک انسان وو، د خپل قوم سرادر هم وو، په دې ښه پوهېدل چې د کعبې ساتنه به هرو مرو د کعبې څښتن(الله متعال) کوي؛ نو یې تصمیم ونیولو تر څو له ابرهه څخه یوازې د خپلو اوښانو غوښتنه وکړي، هماغه وو چې ابرهه ته ورغی او د خپلو اوښانو غوښتنه یې ورڅخه وکړه، ابرهه د عبدالمطلب همدې کار هک پک کړ، ورته یې وویل: عبدالمطلبه! ما خو ته ډېر هوښیار بللې، ما ویل چې ته به اوس ما له همدې کار څخه منع کړې؛ خو ته یو کم عقل انسان یې او د خپلو اوښانو غوښتنه کوې! عبدالمطلب ورته په ځواب کې وویل: زه د اوښانو څښتن یم او د اوښانو ساتنه کوم، د کعبې څښتن بل دی او هغه به د خپل کور ساتنه په خپله کوي، نور یې خپل اوښان ورڅخه را روان کړل، ابرهه او لښکر یې سره پرېښوول. کم وخت لا نه وو تېر شوی، چې دکعبې څښتن عظیم او قادر الله جل جلا له خپلې لښکري( ابابیل مرغان) راولېږل، په مښوکو کې یې وړې وړې ډبرې راوړې، د ابرهه لښکر یې داسې بمبار کړل، چې د ابرهه د لښکر جرړې یې وایستلې یوازې ابرهه ورڅخه په منډه ولاړل، خو هغه هم ځینې مورخین وایي چې په کوم بل هېواد کې د همدې ابابیل په واسطه د مرګ کندې ته ور ټېل وهل شول.
د ابرهه واقعه چې تاریخ به یې ان شاالله د همدې مجازي نړۍ تر پای ته رسېدو پورې په خپله غېږ کې وساتي.
د ابرهه له واقعې څخه ټول انسانان او په خاص ډول سره مسلمه امت څو درسونه اخیستلای شي، چې په لنډو کې به یې ان شاالله درته وړاندې کړم.
۱: هغه څوک چې د مقدسو ځایونو د ورانولو اراده وکړي؛ نو الله تعالی به یې ان شاالله ذلیله کوي او له داسې ماتې سره به مخ کېږي، چې تاریخ به یې همدا ماته په خپله غېږ کې ساتي.
۲: د مقدسو ځایونو ورانول د هغه چا کار نه دی، چې په الله تعالی یې ايمان راوړی وي او د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم امتي ځان بولي، بلکې هغه څوک به یې ورانوي چې د الله تعالی سره دښمني ولري.
۳: د اسلامي مقدساتو ورانوونکی به الله تعالی د مادیاتو له پلوه په یوه ډېر کمزوري لښکر سره داسې هلاک کړي، چې هیڅکله به هم ور څخه خلاص نه شي.
۴: که مسلمه امت د همدې مقدسو ځایونو څخه دفاع ونه کړي؛ نو دوی ته به د الله د دښمنانو له خوا د بې عقله او بې غیرته انسانانو په نوم پېغور ورکول کېږي.
۵: که مسلمه امت د مقدسو ځایونو څخه دفاع ته مټې را بډ نه وهي؛ نو الله تعالی به د خپل کور ساتنه ضرور کوي، خو پېغور به مسلمه امت ته پاته وي.
۶: که چېرې په نړۍ کې یو لوی قدرت موجود وي او هغه د الله تعالی د مقدسو ځایونو د ورانولو هوډ وکړي؛ نو همدا سوپر طاقت به یې له خاورو سره خاورې کېږي او دوی به هیڅکله په راتلونکي کې د نړۍ لوی قدرت جوړ نه شي.