د افغان دولت عسکره!

ليکوال: غورځنګ
ته چې د خپل بادار (امريکا) په امر د خپل هېواد اوسېدونکي په نيمه شپه کې له درانه خوبه ويښوې! يا يې په بې رحمانه ډول وژنې او يا يې هم سترګې ورتړې او ورته وايې چې تر سهاره به همداسې پروت يې، نو ته بيا په کومه خوله له طالبه د رحم اميد او هيله لرې؟
ته چې کله له طالب سره په جنګ کې ګير راشې، يا دې هم طالبان محاصره کړي، بيا د دې لپاره چې له محاصرې ووځې، د خپل امريکايي بادار طيارې او نور هوايي ځواک په خپل طالب او ملا پسې راغواړې او بيا ورته د بې درېغه بمبارې لپاره خوله چينګوې، نو له طالب څخه بيا څنګه د رحم او کرم تمه لرې؟
کوم ولسي وګړي چې ته د طالب په نوم يا وژنې او يا يې هم له ځان سره په الوتکو او زريدارو ټانګونو کې وحشي زندانونو او تورو پنجرو ته وړې او هلته بيا د خپلې خوښې سزاګانې ورکوې او بيا ستا په تش نامي قاضيان په کلونو کلونو بند محکوموې، ته چې کله له طالب سره اسير شې، په کوم دليل، عقل او منطق بيا طالب ته وايې چې واړه واړه بچيان مې پاتې دي لږ رحم راباندې وکړئ!؟
ايا دغه طالب ته (کوم چې تا يې د نيولو لپاره د چاپې پر مهال ولسي وګړي شهيدان کړل او بچيان دې ورته يتيمان او بې سرپرسته پرېښودل) به بيا هم پر خپل ځان د رحم او کرم د کولو ووايې؟!
دا خو لا پرېږده! چې له ولسي وګړو سره ډول ډول ظلمونه کوې، د خپل ولس هغه مقدس اماکن هم نه پرېږدې چې د الله ج عبادت پکې کوي، هغه مدرسې بمباروې په کومو کې چې به ستا د ولس بچيانو ديني زده کړې کولې نو له دې ټولو ظلمونو سره سره به بيا هم ته له طالبه د رحم او شفقت غوښتنه کوې؟
د ډيموکراټيک نظام عسکره!
په پښتو کې يو مشهور متل دی، چې خپل حريف ته وايي: دومره مې ووهه! څومره چې دې پر خپل ځان لورېږي، نو اوس ته هم پر افغان ولس درېغه ونه کړې بلکې دومره ظلمونه پرې وکړه! څومره چې دې په خپل ځان لورېږي، په خپل بادارانو يې دومره وځوروه! څومره چې دې پر خپل ځان لورېږي.


