د کابل- کندهار او سالنګونو لارې د واورې له کبله بندې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۱)

د کابل- کندهار پر لويه لاره او د سالنګ تونل د زياتې واورې ورښت او بار وړونکو موټرو د چپه کېدو له کبله بندې شوې دي.

د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، لسګونه موټر او شاوخوا ۳۵۰ مسافر د کابل- کندهار پر لويه لاره بند پاتې دي او نږدې جوماتونو او کورونو ته ورغلي څو دغه لارې خلاصې شي.

د عارف نوري په وينا، د شاوخوا څلور سوه باروړونکي او څلور ۴۰۴ډوله موټرې هم د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې بندې پاتې دي.

نوري وايي، د لارو د خلاصولو لپاره هڅې روانې دي خو د دغه لارې مسافر بيا ځايي مسؤلين تورنوي چې د لارې د خلاصولو او مسافرو سره يې د مرستې لپاره هيڅ اقدام نه دی کړی.

دغه راز له پرون ماذيګر راهيسې د زياتې واورې ورښت له کبله د سالنګونو لاره هم د هر ډول ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې مسؤل انجنير عبدالبصير وايي، په شمالي سالنګ کې پنځلس ځايه واوره ښويېدلې او په جنوبي سالنګ کې د واورې سخت پيل شوی چې موټرو ته يې تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

نوموړی زياتوي، دا چې سالنګونو کې واوره، طوفان او یخه هوا ده نو تر سبا ورځې پورې به يې د پاکولو چارې په ټپه ولاړې وي.

د ژمي له پيله تر دې دمه دا نهم ځل دی چې د سالنګ لويه لاره د واورې د زيات ورښت له کبله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

په يوه بل خبر کې ويل شوي چې د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې د باران د ډير ورښت له کبله سيلابونه راوتلي چې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button