په څلورويشت ساعتونو کې مو د بندونو درد له منځه وړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۱)
روغتيايي پوهانو داسې درمل تيار کړي چې په خوړلو سره يې په څلورويشت ساعتونو کې د انسان د بندونو درد د تل لپاره ختميږي.
د ميل ان لاين د راپور له مخې، روغتيا پالانو دغه درمل له يوه داسې کيميکل څخه تيار کړي چې له سور مرچکې څخه زر ځلې تيز او ترخه دي.
د دغه درملو نوم ” Resiniferatoxin” ريزنيفيراټوکسن دی.
د لندن په (يونيورسټي آف ليډز) کې د فلپ کونن په نامه استاد وايي، دا مهال چې په بازارونو کې د بندونو د درد څومره درمل دي، خوراک يې تر ډيره ضررناک دی، ځکه چې معده او د بدن نورو غړو باندې بد اثر پريباسي.
د فلپ کونن په وينا، د دې برعکس نوي تيار کړای شوي درمل د بدن نور غړي نه زيانمنوي، یوه خوبي يې دا ده چې په ډيرې تيزۍ سره د درد ځای ته ځان رسوي او له منځه يې وړي.



