قطر: د امريکا او طالبانو تر منځ يوازې په دو خبرو بحث روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۷)
تازه راپورونه کاږي چې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ وخت ناوخت د خبرو په جريان کې توندوالی هم راځي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په قطر کې د خپلو سرچينو له قوله ليکي، دواړه طرفه د امريکايي ځواکونو په وتلو او دا چې له افغان خاورې به امريکا او نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کېږي موافقې ته رسيدلي زياتوي طالبان د تروریزم عام تعریف غواړي چې دغه موضوع ورته اهميت لري.
سرچينې ليکلي، له وضعيت داسې ښکاري چې طالبان د قوت له موضوع خبرې کوي او په مقابل کې يې امريکايان تل خپلو ساعتونو ته ځکه ګوري چې ټرمپ غواړي دغه موضوع حل او ژر له افغانستانه خپل عسکر وباسي.
دغه راز په وروستيو کې ځينې رسنيو راپورونه ورکړل چې ښايي افغان حکومت هم په دغه خبرو کې ورګډ شي.
خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد په قطر کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د خبرو په تړاو يو ځل بيا ټينګار کړی چې دغه خبرې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ لپاره ځنډنۍ شوي زياتوي د افغانستان موضوع خارجي او داخلي بعدونه لري چې دا مهال يې په خارجي اړخ کار روان دی “په دې پړاو کې د هغو دوو موضوعاتو په تفصیل او جزئیاتو خبرې کیږي، کومې چې د تیرې جنوري میاشتې په مذاکراتي غونډو کې توافق پرې شوی وو، چې هغه له افغانستان څخه د ټولو اشغالګرو ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د چا په ضرر نه کارول و”.
مجاهد ويلي، تر اوسه په يادو دو موضوع ګانو بحثونه جريان لري او له دې هاخوا نور موضوعات يا کوم چې داخلي بعد دی او په امريکايانو پورې اړه نه لري هيڅ خبرې نه دي شوي ” داچې ځینې اشخاص او کړۍ نور موضوعات ور پورې تړي یاخو ناخبره دي او یاهم کوم غرض تعقیبوي، د دغو مغرضو کړیو په افواهاتو دې څوک تشویش نه کوي”.
نږدې دويمه اوونۍ پوره کېدونکي ده چې د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بندو دروازو تر شاه خبرې روانې دي خو تر اوسه د دغه خبرو بشپړ جزيات رسنيو سره نه دي شريک شوي.



