کابلیان د طالبانو راتلو ته شیبې شماري

انجنیر عمیر ویاړ

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر مینځ په دوحه کې مذاکرات روان دی په پلازمینه کابل کې خلک د طالبانو تحریک د بیا راتلو ته شیبې شماري، چې ځینې ورته د حال په ژبه ښه راغلاست او ځینې نور په ویره کې دي.
په کابل کې د فرانسې یوه خبریاله آغلې مارګوبن وایی چې په روانو مذاکراتو کې طالبان په خورا غښتلی موقف کې قرار لري، هغه طالبان چې د افغانستان د خاورې پر نیمه برخه غښتلې ولکه هم لري، او نفوذ یې لا هم مخ په پراخیدو دی، برسیره پر دې یې په دې وروستیو کې ستر بریدونه او عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل، هغه هم د داسې حکومت په حاکمیت کې چې د ملت ملاتړ یې نور له لاسه ورکړی او خپل اهلیت اوکفایت یې تر سوال لاندې دی خو د زور او تزیور له لارې لا هم د بقا وروستۍ لاس او پښې وهي، حال دا چې د امریکایانو په نه وجود کې یې ژوند او بقا ناشونې ده.
دا په داسې وخت کې چې ډونالډ ټرمپ په ډانګ پییلې ډول په مکرر ډول اعلانونه کوي چې له افغانستانه نور خپل فوځیان په نږدې وخت کې باسي.
له همدې کبله افغانان په نږدې وخت کې داسې څه ته منتظر دي چې هیڅ تمه یې نه کیده، چې هغه قدرت ته د طالبانو بیا رسیدل دي.
سره له دې چې نړیوالې ټولنې له 2001 کال راهیسې د افغانستان د بیا رغاونې په موخه په ملیاردونو ډالر په دغه هیواد کې ولګول خو له پلازمینې لرې پرتو بېوزلو سیمو ته دغه مرستې بیا هم ونه رسیدې ځکه چې په کابل حاکمه ډله چې د اکثریت ملت استازیتوب نه کوي نه غواړي دغه پیسې د دوی د شخصي جیبونو پر ځای عام ملت ته ورسیږي.

غربیان نور دې نتیجې ته رسیدلي چې دوی نور نه غواړې څو خپلې مرستې د داسې چا په لاس ورکړې چې د سترو سترو دیوالونو په مینځ کې په پټه د ډار په حالت کې اوسیږي هغه دیوالونه چې ټوله پلازمینه یې هم بدرنګه کړې ده او نور نه غواړی په داسې یو هیواد کې پانګونه وکړي چې د اکثریت افغانانو په ژوند که ښه والي نشی راوستلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button