د وروست نظام پر تابوت وروستي میخونه

ډاکټر یوسف اکبري
اشرف غني ته نور یواځې امریکا او د امریکا نماینده ګۍ (ملګرو ملتو) ته شکایتونه پاتې شول، نور هیڅ نشي کولای یواځې خپلو بادارانو ته شکایتونه کوي، یو ځل یې د سولې د خبرو پر مهال د طالبانو د استازو د سفرونو څخه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ په یو داسې سپکه او مبتذله طریقه باندې چې شرمیدلي ملتونه هم ترې شرمیږي په شرم باور نه لرونکي به په سیاسي رقابت څه پوه شي او سالمه مبارزه کله کولی شي؟ په شرم هغه څوک شرمیږي چې په شرم باور ولري.
که ښاغلی اشرف غني په ټاکنیزو سیالیو باور لري او د خپلی جعلي حال او راتلونکې څخه وېره نه لري نو ولې په هرو څو دقیقو کښې د ملګرو ملتونو او امریکایانو تر درباره ځان په عذرونو، نارو او شکایتونو رسوي؟
ښاغلی غني باید نور خپله ماته او ناکامي ومني، همدا راز ټلواله او نور جنګي مجرمین هم باید د خپلو زورواکویو پر پای ته رسېدلو پوه شوي وي او په ماشومانه او ناسمو اقداماتو خپل ځانونه نور هم سپک او د ولس د نفرت وړ ونه ګرځوي.
که د سیاسي رقابت وړتیا نلري نو تر بې ځایه غورځو پرځو ورته غوره ده چې سر له اوسه په خپله ماته اقرار وکړي.
له هغه مهاله چې سوله پیل شوه او طالبانو په سیاسي ډګر کښې قدم کېښود د غربپالو په شمول ټلواله او د جنګي جنایتکارانو او مافیا هغه ډلې چې له جنګ او واک څخه یی شخصي حرامې ګټې ترلاسه کولې د سولې د پروژې څخه سخت ناراضه څرګندیدل همدلته وه چې اشرف غني په لومړی قدم کښې ټرمپ ته پټ لیک واستاوه چې مونږ به ځانونه سم کړو خو تاسې فوځونه مه باسئ.
په دوهم قدم کښې یی د طالبانو په اړه اعلانونه کول چې د طالبانو مشرانو د تور لیست نه ایستل د ده په لاس او صلاحیت کې دي په داسی حال کښې چې نوموړی د خپل ځان صلاحیت هم نلري.
په دریم قدم کې یی ملګرو ملتونو ته د یوناما له لارې شکایتونه پیل کړی دی، یوناما د امریکا د سفارت هغه اداره ده چې لاسپوڅی حکومت اداره کوي.
ټول جنګ غوښتونکي او جنګي مجرمین، اشرف غني او غربپال، د کمونستانو بقایا، ټلواله او مافیایی کړۍ ټول په دی ورځو کښې یواځې د طالبانو په خلاف په تبلیغاتو لاس پورې کړی دی چې د فتنو اصلي مرکز ارګ دی.
مونږ د سولې پر درشل کې یو او د سولې او اسلامي نظام جوړښت له پراخ ولسي ملاتړ برخمن دې، د هېواد ګڼ شمیر وتلی علماء، پوهان، اکاډمیک کرکټرونه او جوړښتونه، سوداګر او ځینې ګوندونه د سولې او اسلامی نظام راتلو ته شپې سبا کوي.
له همدې ځایه ده چې د غربپالو نور سپینې تښتېدلي دي او اوس هر لوري ته لاس اچوي، بې تهذیبه پردیپال مشر اشرف غني د سیاسي رقابت له کولو څخه نور عاجز او او د منزوي کیدا په درشل کې دی او نه پوهیږي چې څنګه له خپلو سیاسي رقیبانو سره رقابت وکړي؟
همدا راز د دوی وارخطایی څرګندوي چې نور د غربپالو او ټلوالی د ناروا اقتدار په تابوت باندی وروستی مېخونه د وهل کېدو په حال کښې دي او ولس به له هغه چا ملاتړ کوي چې هېواد، ولس، اسلام، او ارزښتونو ته ژمن وي او یوه اساسي بدلون ته لار هواره او د پردیو تپل شویو حکومتونو ته د پای ټکی ایښودلو ملاتړ وي.
مونږ د سولې او اسلامي نظام راوستونکو څخه کلک ملاتړ کوو او د شر او فساد د سرلارو په وړاندی به لا یو موټی کیږو او د خدای نظام به د خدای په خاوره حاکموو.



