کرکټ: نن د افغانستان او ايرلنډ څلورمه يو ورځينۍ سيالي کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۷)
ټاکل شوې چې نن د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د کرکټ څلورمه يو ورځينۍ سيالي ترسره شي.
تر دې مخکې د دواړو هېوادونو د کرکټ ډلو تر منځ درې پنځوس اوريزې لوبې شوي چې يوه افغانستان، یوه ايرلنډ ګټلې او یوه يې د باران د ورښت له کبله بې پايلې پاتې شوې ده.
دغه لوبې د هندوستان دهرادون ښار په راجيف ګاندي نړيوال لوبغالي کې کېږي.



