کابل کې د پروني بريد د مرګ ژوبلې شمير له سلو واوښت

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۷)

پرون په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په ياد غونډې بريد کې د مرګ ژوبلې شمير له سلو اوښتی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په پروني بريد ې د درې تنو ميرمنو په ګډون يوولس کسان وژل شوي او د دولس ښځو په شمول پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

په لومړيو کې د شپاړلس کسانو د ټپي کيدو راپورونه ورکړل شوي و.

په پرونۍ غونډه کې پخواني ولسمشر، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، حنيف اتمر چارواکو او د سياسي ګوندونو مشرانو برخه اخيستې وه.

په دغه برید کې ولسمشرۍ ته نوماند لطيف پدرام او د حنيف اتمر اته ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

که څه هم د کورنيو چارو وزارت يې پړه پر طالبانو اچوي خو طالب وياند کورنيو چارو وزارت ادعا رد کړې او په یاد بريد کې يې لاس لرل هم رد کړي دي.

د حزب وحدت مشر محمد محقق وايي، په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر غونډې بريد بغير د حکومت له همغږۍ نه شي ترسره کيدلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button