مارجې کې وژل شوي امريکايي عسکر هویت څرګند شو

کابل ټکی کام  (پنجشنبه، مرغومی ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): پنټاګون په هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د خپل خاصې قطعې  وژل شوي عسکر هویت په ډاګه کړ .

د امریکا دفاع وزارت چارواکو له خولې ارمي ټائمر ليکلي دي، چې د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي عسکر نوم «سارجنټ میتیو میکلنټوک»  وه او په ۲۰۰۶ زیږديزکال کې د امريکا د اردو په لیکو کې شامل شوی وه .

دغه خبر تېره ورځ پنټاګون ورکړی وه، چې ددوي د چټک غبرګون خاصې قطعې ځواکونه د کلابند شوو عسکرو د خلاصون په موخه تېرماښام مارجې ته رسيدلي وه، چې محاصره ماته کړي د هلي کوپترې د لوېدو په نتیجه کې میتیو میکلنټوک وژل شوی او دوه  نور يې ټپیان شوي وه .

د ارمي ټائمز په قول میکلنټوک د نیو مکسېکو اوسېدونکی و، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د ځانګړو ځواکونو غړیتوب ورته حاصل شو له ۲۰۱۲-۱۳ يې په افغانستان کې ماموریت تر سره کړ او په ۲۰۱۵ کال کې بیا افغانستان ته د د بل ماموریت تر سره لولو لپاره راغی.

داپه داسې حال کې دی چې د تېر میلادي کال دیسامبر په میاشت کې هم د پروان ولایت په بګرام کې، چې هېواد کې بهرنيو ځواکونو  تر ټولو لویه هډه ده د طالبانو د یوه سرتيري برید په نتیجه کې ۶ امريکايي پوځيان وژل شوي وه، چې افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تر ټولو خونړي پېښه بلل شوې وه.

د یادونې وړ ده چې چورلکه کې د وژل شوو عسکرو شمير طالبان ۱۶ ښيي، خو د امریکايي ځواکونو وياند مایک لوورن بیا وايي چې يواځې میکلنټوک وژل شوی او تر څنګ يې دوه تنه نور ژوبل شوي وه .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button