شعر/ رياض الله « زغم »
اسمان ژړل ،ستورو ژړل تندر سپوږمۍ نيولې
ياد دې په خوله راته لاس ږدي هم يې مرۍ نيولې
ديوال کې چاود ګورم چې پټ شم ،پکې راغی لښکر
ورور په ورور وژني يو وحشت ټوله نړۍ نيولې
لوږه او تنده سپورې شونډې ،زېړ زبېښلی صورت
هغه ماشوم مړ دی ،په لاس کې يې ډوډۍ نيولې
شپيلۍ شوه ګونګه ، رباب مړ ، مطرب په خاورو پروت دی
دياقربان ټپه په ستوني کې سلګۍ نيولي
رڼا شوه زغمه ! پرخه والوته رادرومي جانان
ما ورته لاس کې دګلاب د ګل ګېډۍ نيولې

















