کابل ټکی کام فرید احمد
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل بن احمد الجبیر اسلام اباد ته ورسید.
ټاکل شوې ده چې له عادل سره به د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار وزیر سرتاج عزیز لیده کاته وکړي.
د سماء تلویزوني چینل خبر له مخې عادل بن احمد الجبیر نن په دوه ورځني سفر د پاکستان پایتخت اسلام باد ته ورسید.
دواړه وزیران به د پاکستان او سعودي تر منځ په یو لړ مسائلو خبرې اترې وکړي، بالخصوص په هغه موضوع چې د سعودي عربستان لخوا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره یو ائتلاف جوړ شوی دی، او د پاکستان غړيتوب لا هم یقیني نه دی.


















