کابل ټکی کام فرید احمد
د آزربایجان دولت افغانستان ته خپل ۴۲ نور فوځیان استولي دي.
ویل کیږي چې دا فوځیان د ناټو څخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته استول شوي دي.
دغه فوځيان مستقیماً د ناټو لخوا غوښتل شوي او کیدای شي د هېواد په جنوبي ولایتونو کې مېشت شي.
آزربایجان مخکې په ۲۰۱۵ کال کې هم افغانستان ته د ناټو څخه دغوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ۲۵ فوځیان استولي وو.
ازربایجان د لمړي سره په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل ماموریت ترسره کوي.


















