کابل ټکی کام(شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې استازو ته وېزې نه ورکوي. دغه ډله غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو پر څرنګوالي تحقیق وکړي، خو امریکا دوی ته د وېزې له ورکړې ډډه کړې ده. د مایک پمپیو په خبره دا کار به په امریکا کې د قانون د حاکمیت په اړه پوښتنې را ولاړې کړي، نو ځکه د جرمونو د نړیوالې محکمې استازو ته وېزه نه ورکوي. نوموړي ویلي، امریکا هر اقدام نړیوالو قوانینو ته په پام تر سره کوي، خو که د جرمونو نړیواله محکمه خپله لار بدله نه کړي، ښايي د امریکايي حکومت له نورو غبرګونونو سره هم مخ شي. پمپیو د اقتصادي بندیزونو او ددغه محکمې پر وړاندې د نورو قانوني اقداماتو د ترسره کولو ګواښ هم کړی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې قاضي القضات د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر کې له خپلو قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه تحقیقات وکړي. خو امریکا دغه محکمې ته خبرداری ورکړی چې له تحقیقاتو په شا شي.
دیادونې ده چې امریکا همېش دخپلوجنګي جنایاتو دڅېړنو مخالفت کړی دی، اوداترټولو لوړ ګام بلل کیږي چې ددغې محکمې پروړاندې اخیستل کیږي.















