زابل: د چاپې عسکرو د ميرمنو په شمول درې ملکيانو ته مرګ ژبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۹)

د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال د ميرمنو په شمول درې تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او عسکرو يو ډاکټر له ځآن سره وړی دی.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په فولاد کلي کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، دغه چاپه د کندهار د ملاصاحب په کور کې ميشتو بهرنیو او دولتي عسکرو په ګډه وهلې چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې اوسيدونکي وايي، ګډو ځواکونو د عبدالحميد په نوم د يادې سيمې د روغتيايي کلينيک يو ډاکټر له ځآن سره وړی، د هغه ورور يې وژلی، خور او مور يې ورته ټپيانې کړي دي.

د ځايي اوسيدونکو په وينا، ګډو ځواکونو د نوموړي ډاکټر (عبدالحميد) کور په بمونو الوزولی او په بشپړه توګه يې ویجاړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماذيګر د ميدان وردګو ولايت نرخ ولسوالۍ اړوند په خوجه بلند سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې له تازه ميوې بار د ملکي خلکو یو موټر په نښه کړ چې په ترڅ کې يې څلور ملکي وګړي ووژل شول.

که څه هم ملګرو ملتونو، بشري حقونو، د ولسي جرګې یو شمير غړو او طالبانو په بار بار غوښتنه کړې چې په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې دې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پاملرنه وشي خو له تيرو څو مياشتو راهیسې په ورته ډول عملياتو کې په قصدي ډول ملکيان په نښه شوي او آن په ګڼو سيمو کې يې بازارونه او دوکانونه هم نړولي چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button