کله چې پنځه لکه رومیانو غوښتل مسلمانان پوپناه کړي

عبد الله صدیقي

مسلمانان او رومي لښکرې یو له بل سره په شام یرموک کې سره مخامخ شول، دا تر ټولو مهمه او سخته مقابله وه، د مسلمانانو قومندان خالد بن ولید رضی الله عنه و، او شمیر یی نږدې دیرش زره کسان و، د رومي لښکرو تعداد پنځه لکه کسانو ته رسیدو، په دغه نا انډوله مقابله کې مسلمانان د رومي لښکرو تر سختې محاصرې لاندې راغلل، د وتلو لاره ورته نه وه پاتې ، یا به ټول وژل کیږي او یا به ټول تسلمیږي، او رومېان به فاتحین اعلانیږي.
خو په همدې سخته لحظه کې د اسلام یو اتل عکرمه بن هشام ( ابو جهل) چې یو وخت دی او پلار یی د اسلام سرسخت دښمنان وو، یوه تاریخي پریکړه وکړه ترڅو وکولای شي د جنګ نتیجه د مسلمانانو په ګټه وڅرخوي.
دغه اتل خپله توره واخیسته او د ژوند تر ټولو سخته فیصله یی وکړه، هغه پاڅیدو او د مسلمانانو په مينځ کې يې په لوړ تندریز اواز غږ وکړ :
ای مسلمانانو! څوک دی چې له ماسره د مرګ بیعت وکړي ( تر مرګه وجنګیږي)؟
ددې اواز په اوریدو سره 400 تنه اوچت شول او د عکرمه سره یی د مرګ بیعتونه وکړل، دغه کسان بیا وروسته په تاریخ کې په ( اسلامي فدائي ډلګي ) باندې مشهور شول.
خالد بن ولید د دوی عمومی قومندان عکرمه ته وړاندې شو، او هغه یی ددې کار نه منع کړ ورته یې وویل چې ځان مه قرباني کوه.
عکرمه په داسې حال کې چې له مخ نه یی د نور وړانګې پورته کېدې خالد بن ولید ته مخ واړاوه او داسې ځواب یی ورکړ :
ای خالده! زما مخه مه نیسه ، تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډیر وخت تیر کړی، او زه او زما پلار په هغه وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سر سخت دښمنان وو، ما پریږده چې دخپلو پخوانيو اعمالو کفاره ادا کړم. ما د رسول الله صلی علیه وسلم په مقابله کې په ډیرو جگړو کې مقاومت کړي دی نو زه اوس څنګه له رومیانو نه وتښتم او پریږدم چې دوی میدان وګټي؟ دا زه نه شم زغملی.
خالد ورنه کرار شو، دغه فدائی 400 کسیز ډلګی د رومیانو نیم ملیون پوځیانو ته ور مخته شو. د هغوی د لښکرو منځ ته به ننوتل، د هغوی کوپړۍ به یی په تورو پرې کړې د هغوی صفونه به یی ګډوډ کړل.
فدائیان یو په بل پسې مخ ته کیدل، تر دې چې خپله عکرمه بن ابی جهل د رومیانو په مرکزي نکته ( زړه) باندې بريد وکړ. د رومیانو مورال کمزوري شو، او د زمریانو دې ډول بريدونو وار خطا کړل.

عکرمه په مرکزي نکته کې دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړل، ولی نه؟ هغه له ځانه سره د مرګ فیصله کړي وه، د عکرمه او د هغه د ملګرو دغه شهادت غواړي بريد وکړای شول د دښمن کلابندي ماته کړي. د رومیانو قومندان امر وکړ چې ټول غشې ویشتونکی دې د خپلو غشو لوري دې د دغه اتل عکرمه خواته واړوي. همداسې وشول، د عکرمه آس د زیاتو غشو د لګیدو نه وروسته په ځمکه راوغورزید، د فدائیانو قومندان عکرمه خپل اس پریښود او یوازې په پلي توگه د رومي لښکرو د لسو سرتېرو مخې ته وروړاندې شو او په هغوی یی بريد وکړ،

رومیان د هغه کلک عزم ته حیران شول، او ټولو په گډه د عکرمه پر سينه د غشو باران جوړ کړ، کله چې د اتلولۍ دغه صحنه نورو مسلمانانو او فدائيانو ولیده، د هغوی احساسات د هغوی په زړونو کې نور هم څپاند شول، او د خپل قومندان لوري ته يې ور منډې کړې ترڅو ټول د الله په لاره کې شهیدان شي، او د عکرمه سره خپل کړي بیعت پوره کړي.
د دغو 400 فدائیانو قهرمانه بريد چې تر مرګه جنګیدل د رومیانو په زړونو کې سخته وېره پيدا کړه او د میدان نه شاتګ ته مجبوره شول. د تیښتې لاره یی ونیوله، د مجاهدینو دغه فدائی دلګي په هغوی پسی شول، د تکبیر چيغی په میدان کې اوچتې شوې او ددښمن محاصره په ټولیږ ډول پاي ورسيده.
دغو 400 فدائیانو وکولای شول چې مسلمانان له محاصرې خلاص کړي.

خالد بن ولید چې عمومی قومندان و، د جنګ په میدان کې دعکرمه پلټنه پیل کړه او په داسې حال کې یی پیدا کړ چې د ټول بدن نه یی وینه پهیدله، هغه زخمی شوی و او په بدن یی دغشو، تورو ، خنجرو او نیزو زخمونه وو.
د عکرمه ښي او چپ طرف ته دوه نور فدائيان هم په زخمی حالت کې پراته وو، یو حارث بن هشام او بل عیاش بن ابی ربیعه، دوی هم سخت زخمیان وو او له بدنونو يې وینه بهیدله.
په همدې حالت کې حارث بن هشام اوبه وغوښتې، د اوبو ډک لوښی هغه ته نژدې کړل شو، د حارث په همدې حالت کې په عکرمه سترګې ولګیدلې ساقی ته یی وویل چې اوبه عکرمه ته ورکړي، هغه تر ما ډیر تږی دی، اول دې هغه اوبه وڅښی.
ساقی عکرمه ته اوبه نژدې کړې، عکرمه خپل خوا کې عیاش ولید، ساقی ته یی وویل چې اوبه عیاش ته ورکړه، چې اول یی هغه وڅښی هغه تر ما ډیر تږی دی. عیاش وویل : تر څو چې زما هغه ورور چې اول یی اوبه غوښتی وې اوبه ونه څښی زه یی نه څښم.

خلکو اوبه بیرته حارث طرف ته يوړې، خو د هغه روح له جسد نه وتلی و، بیا عکرمه ته متوجه شول هغه هم خپل روح خپل خالق ته سپارلی و، خلک د عیاش طرف ته ورغلل، عیاش هم له دنیا سترګې پټې کړې وي.
دا زمونږ د اسلامی تاریخ اتلان دی، ددغه اتلانو تاریخ باید مونږ خپلو ځوانانو ته وښیو، نه د فلمی دینا د ځوانانو، نه ناپلیون او چرچل او میسی کرستیانو او د لوبو جعلی اتلان.

سیکولران هر وخت غواړي چې مونږ له خپل تاریخ نه لرې وساتي، دوی غواړي مونږ خپل زمریان هیر کړو، خو مونږ یی نه هیروو زمونږ د تاریخ کتابونه د هغوی نومونه او اتلولۍ مونږ ته ساتلي دي.
مصادر
تاریخ طبري
سیر اعلام النبلاء للذهبی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button