د انتخاباتو کميسيون د بایو مټريک پنځه زره دستګاوې ورکې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۹)
د راپورونو له مخې، د انتخاباتو خپلواک کميسیون کې د ۲۲ زره بايومټریک دستګاوو څخه يې پنځه زره ورکې شوي دي.
دغه خبر له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې د انتخاباتو د څار د ځينو بنسټونو ورکړی دی.
سرچينې زياته کړې چې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بسنټ “ټيفا” ورته ويلي چې د ولسي جرګې د تيرو ټاکنو لپاره ۲۲ زره بایومټريک دستګاوې اخيستل شوې وې خو د يادو دستګاوو له جملې پنځه زره ورکې شوې دي.
ټيفا وايي، دغه دستګاوې د انتخاباتو کمېسيون د نه پاملرنې له امله ورکې شوي دي.
څه موده مخکې د ولسشمر غني په حکم د انتخاباتو کميسيونونو غړي او مسؤلين په چارو کې د فساد او ناغيړۍ له کبله له دندو ليرې او پر ځای يې نوي غړي وګمارل شول.
خو تازه پر انتخاباتو د څار بنسټ ټيفا وايي، چې د کميسيونونو نوي غړي هيڅ پلان نه لري او له ياد بهير سره نابلده دي زياتوي د کمېسيونونو په چارو کې د حکومت او ځينو سياسي کړيو لاسوهنې د دې لامل شوي چې لا هم لازم اصلاحات نه تر سترګو کېږی.



