پخوانی امريکايي طالب “جان واکر” له زندانه خوشې کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۹)

پخوانی امريکايي طالب “جان واکر لېندا” چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې نيول شوی و ټاکل شوې نوموړی په راتلونکې مياشت کې له زندانه خوشې شي.

جان واکر چې د افغانستان په مزارشريف ولايت کې له نورو طالبانو سره يوځای د جګړې په کرښه کې د امریکايي ځواکونو له خوا ونيول شو، امريکايي محکمې ورته د شل کاله بند سزا اورولې وه.

د پارن پاليسۍ مجلې ليکلي، له ترورزيزم سره د مبارزې ملي مرکز یو سند ساتلی چې په ۲۰۱۷م جنورۍ کې يې ترلاسه کړی او ادعا کوي چې نوموړی طالب جنګيالی لا هم په خپل پخواني دريځ کلک ولاړ دی، د کوم په تور چې په ۲۰۰۱کال کې نيول شوی و.

د راپور له مخې، په پام کې ده چې نوموړی د ۲۰۱۹م کال په مئ مياشت کې له زندانه خوشې شي خو زياتوي چې نوموړی لا هم “د نړيوال جهاد لپاره تبليغ کوي، ليکنې او مقالې ژباړې”.

جان واکر چې د ايرلنډ تابعيت لري وايي، له خوشې کيدو سره سم به خپله اسلامي نظريه پر مخ وړي او ايرلنډ ته به ځي.

دغه راز د ايرلنډ عدليې وزارت ويلي، هغه څوک چې د ايرلنډ تابعيت ولري دوی به دغه هيواد ته د داخليدو اجازه ورکړي.

نوموړي د خپل بند نږدې شل کلونه د امریکا په “ټيري هاوټ” جيل کې تير کړي دي چې د نيول کيدو پر مها يې عمر شل کاله و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button