کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل)
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، په تېر کال کې تر شپږ زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادې ډلې مشر عزیز تسل نن رسنیوته وویل،( کومې شمېرې چې دوی را ټولې کړې دي وروستۍ او دقیقې نه دي، ځکه داسې پېښې هم ډېرې رامنځته شوې دي چې رسنیزې شوې نه دي. هغه زیاته کړه، له دې جملې یوازې ۲۵۰۰ کسان وژل شوي او پاتې نور یې ټپیان دي. )
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې د کب میاشتې په لومړیو کې خپور شو، راغلي وو چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۸۰۰ ملکیان وژل شوي چې د وړم کال په پرتله یولس سلنه زیاتوالی ښیي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي وو چې په دغو بریدونو کې ۱۴ په سلو کې ملکي تلفات د افغان امنیتي ځواکونو او ۶ په سلو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري را منځته شوي دي.
خو دفاع وزارت بیا وایي چې د ملي اردو په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې تر ډېره زیانمن شوي ملکیان دي چې سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.
ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي و چې د ملي یووالي حکومت ته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي. غني داهم ویلي و چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو وړ نه ده او امنیتي ادارې اړ دي چې خپل اهداف دقیق په نښه کړي او که ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي نو له خپلې موخې دې تېرېږي.
په دې وروستیو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د ولسمشر غني سربېره ډیرو نورو سیاسیونو هم خواشینی ښودلې ده چې له ډلې حنیف اتمر وړاندې ویلي و چې موږ د ترهګرو خلاف د افغان ځواکونو ميړانې او سرښيندنې ستايو، خو له حکومته او په افغانستان کې له میشتو ټولو بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه کوو، چې د ملکي وګړو ژوند او مال ته دې جدي پاملرنه وکړي.
دوی وایې دا ډول پیښې په هېواد کې د دایمې سولې د ټینګښت له پاره د ولس راټوکیدلې هیلې او روحیه له منځه وړي او د بې ثباتۍ د زیاتیدو باعث کیدلی شي .
بلخوا څه موده وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له متحده ایالاتو غوښتنه کړې وه چې د افغانانو د کلیو او کورونو د بمبارۍ پرځای دې، چې هېڅ کله به هم د دوی لپاره مطلوبه نتیجه ونلري، د خبرو او تفاهم له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د یادونې وړده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې د ملکیانو د وژلو وروسته ډیری لاریونونه هم ترسره شول تر څو د بې ګناه ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمه کړي.


















