کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نړۍ هغو وګړیو او هېوادونو ته د نوروز مبارکي ورکړې چې دا ورځ لمانځي. ټرمپ ویلي، نوروز یو بل ته د بښنې یو غوره فرصت دی او دا لرغونی دود په مرکزي او جنوبي اسیا او دغه راز د نړۍ په ځینو نورو برخو کې لمانځل کېږي. په افغانستان او ایران کې هم دا ورځ لمانځل کیږي. ټرمپ د مبارکۍ په پیغام کې په ځانګړي توګه ایرانیان یاد کړي او د مبارکۍ د پیغام په پلمه یې د ایران پر رژیم کلکې نیوکې کړې دي. هغه زیاته کړې، په ایران کې نوروز داسې مهال راځي چې لا هم ایرانیان دا جشن په پوره خوښۍ نه شي لمانځلی. هغه زیاته کړې، متحده ایالات د ایران د خلکو د ازادۍ د غوښتنې او بشري حقونو لپاره د مبارزې ننګه کوي. ټرمپ په خپل پیغام کې د ایران رژیم دیکتاتور بللی او په کلکه یې غندلی دی.


















