شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

کلاشنکوف ماما!!

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 21, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
294
ځلې شریک شوی
132
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 جواد څارګر

سرګردان پښتو ژبه کې دیوه خندني سیریال نوم دی چې د کوزې پښتونخوا مشهور او کامیډینو څېرو کار په کې کړی دی

دا هم ولولئ

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

زه چې دې وروستیو تحولاتو کې د اشرف غني د رژیم کردار او هڅو ته وګورم ، کټ مټ د سرګردان سیریال تکرار راته ښکاره شي

دا نو خدای ددوی پرده کړې دي چې واکمني يې تر دغه سیریال را وروسته ده. که چېرې ماقبل وای، سرګردان سیریال به ددوی د رژیم تمثیل بلل کېده

په سرګردان کې یو کرکټر دکلاشنکوف ماما په نوم شهرت لري. خوریونه يې (دخور زامن) راشنکوف ماما ورته وایي

دراشنکوف ماما کردار لکه ډاکتر صاحب غني؛ هره خبره يې د ځان په صفت پیلیږي او هره خبره کې جرمن، هټلر او دخپلو درواغجنو مېړانو یادؤنه کوي

راشنکوف ماما دپاکستان تر جوړښت وړاندې زمانه کې جرمني(المان) ته تللی وي چې هلته په پوځي لیکو کې د طباخ (اشپز) دنده اجراء کوي خو کلي کې خلکو ته وایي چې جرمني کې د هټلر په پوځ کې جنرال ؤ او ټول جنګونه ده ورته ګټلي دي

په یوه موقع راشنکوف ماما کور کې خوریونو ته دخپل شهامت! داستان اوروي؛ یوه ورځ یو ځای کې ډېر سخت محاصره شو، ټول پوځیان رانه وتښتېدل او زه یوازې پاته شوم. اچانک مې راشنکوف ته لاس کړ،  جاجر (شاجور) مې ور بدل کړ او پوځیانو ته نېغ ودرېدم او دګولو (مرمیو) باران مې پې درله جوړ کړ …..

په همدې خبرو کې له کوره بهر هوایي ډزې وشي. راشنکوف ماما له کټه ټوپ کړي ورلاندې پټ شي او چیغې جوړې کړي چې هلۍ په ګولۍ ولګېدم

خوریونه ورته وایي ماما هوایي فایر ؤ، ته ټارګټ نه وې. ورته وایي غلي شئ ساده ګانو زه لا توده کې یم، ما جرمن ډزولی دی او شپږ شلې جنګونو کې مې برخه اخیستې ده

راشنکوف لکه ارګ مشر؛ نه يې څوک د تفکر له معیار خبر دي، نه له دې چې چېرې او په کوم معیار دنړۍ دوهم مفکر جوړ شو؟!

چا انتخاب کړ؟!

لومړی مفکر څوک دی  او درېیم څوک دی؟!

دتفکر لقب کومه ازموینه لري او یو څوک پر کومو معیارونو مفکر بلل کېدلای شي؟!

راشنکوف ماما لکه ارګ ته ورټول ماشومان او مشر ئې؛ ټول تمرکز ئې پر خپل صفت دی او ټول عمر پر همدې شخوند وهي. دکلي سادګان او کور کې خور او خوریونو ته باټې غږؤي او پر همدې خپله ګېډه غوړه ساتي

راشنکوف ماما دډاکتر غني سره یو بل ورته والی هم لري. د راشنکوف ماما د خېل خانې درک هم نشته دی او دخور کور کې اوسیږي، همداسې لکه ډاکټر غني چې یوه رولا غني له ځانه سره راوستې ده نور يې د هېڅ درک او سرک نشته،

له راشنکوف همدغه درې خوریونه او خور تاؤ دي او له غني هم. دراشنکوف ماما مشر خوریا شهزاده، دوهم ګلزاده او درېیم حسین زاده نومېږي

شهزاده لکه اسدالله خالد د رجولیت ساز او سامان هېڅ نه لري؛ ټوله تکیا په اضافي بګتیو او بازاري دنداسو او سورخي سفیدو کوي، مګر ځان ورته دکوه قاف شهزاده ښکاري او داسې انګیري چې دکلي او ښار ټولې نجونې ده پسې غرقې لیونیانې دي. دا په داسې حال کې چې شهزاده ته کله کوژدنه کوي نو خسرګنۍ ته يې ګلزاده ورښکاره کوي.

ګلزاده بیا لکه امرالله صالح ډېر چوتار او ماهر لوبغاړی دی؛ هر څه کې خپله ګټه لټوي، بې له ګټې هیڅ ګام نه اخلي.  دځان پرګټه تاؤان ډېر ښه پوهېږي،  ان دخپلې ګټې لپاره ټولې رشتې او یارانې قربانوي اما له خپلې ګټې نه تېرېږي او د ماما ‘راشنکوف ماما’ هره خبره په ریشخند او خندا اخلي

حسین زاده لکه څرنګه چې په تولد کې درېیم دی په کردار کې هم لکه درېیم جنس؛ همهغسې دنرښځیانو حرکات او خبرې کوې تر دې چې د شهزاده اپلتو ته هم سر خوځوي. ماما ورته په حقیقت کې یو ستر  زړؤر او جنګېدلی سړی ښکاري

حسین زاده په دې تمه پر خپلو مشرانو نیوکه نه کوي چې ګوندې واده يې ور ونه ځنډوي او بېچاره وخت ناوخت ډوډۍ پخولو ته پر ناسته داسې سوچ پسې واخلي چې  د واده ګلونه غاړه کې پراته وویني …

دراشنکوف ماما (غني) ماشوم سلاکار حمدالله محب په ارګ کې کټ مټ دحسین زاده کردار پر مخ وړي. ټولې خبرې يې مشرانو ته غوړه مالي ده، که څه هم دده خپل حیثیت په کې لمنځه درومي خو بېچاره ته غوړې او ژېړې هیلې ورکړل شوي دي، اوس په سوچونو کې ځان د ارګ راتلونکی راجا ویني او غوږونو کې يې د(زرکلن شې) رهبره انګازې انعکاس کوي.

څو ورځې وړاندې ارګ کې دغني، ستانکزي، صالح، خالد او محب ترمابین ناسته وشؤه چې په پایله کې د طالبانو پر ضد د خالد په نوم عملیات اعلان شؤل. دا هم په داسې حال کې چې تر اوږدې جګړې وروسته دسولې هیلې را ټوکېدلې دي او د ښکېلو خواوو تر مابین تاودې خبرې رؤانې دي، مګر د ارګ راشنکوف ماما او خوریونه يې له خپلو باټو او ډوزو نه تېرېږي، جګړئیز منطق غږوي او له هرې ممکنې لارې د سولې د تخریب هڅې کوي

دوی باید وپوهېږي چې دسولې د تخریب په هڅو کې محض خپل شخصیتونه تخریبوي او بایلي. افغان ملت ته د رارؤانې نېکمرغۍ او ویاړمنې سوبې او سوکالۍ مخ ته خنډونه نشي جوېدلای ان شاءالله العزیز.

دسرلوړي، ښېرازه او اسلامي افغانستان په هیله

لوی ټکي: ډاکټر غنيراشنکوف ماماسوله
مخکینې مطلب

امریکابیا ایران ته ګواښونه کړي

بل مطلب

تېر کال تر شپږزره ډېرو ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com