دقزاقستان پولیسو ۲۰تنه معترضین نیولي

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل)

پولیسو په استانه کې ۲۰ تنه په‌دې خاطر ونیول چې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف په نوم د قزاقستان د پلازمېنې پر نومولو یې اعتراض کړی و.

نظربایف د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته واک پرېښود.

اعتراض کوونکي چې نن پنجشنبه د استانې د ښاروالۍ مخته راټول شوي وو، مخکې تردې چې د پولیسو له لوري ونیول شي، د لسګونو نورو کسانو له مخالفت سره مخامخ شول.

د قزاقستان پارلمان پرون مارچ۲۰ د نوي ولسمشر قاسم جومارت توکایف له وړاندیزه څو ساعته وروسته یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې پر نورسلطان د پلازمېنې استانې نوم بدل شو.

توکایف همدا راز د نورسلطان په نوم د قزاقستان د مهمو واټونو او ښارونو د نومونې غوښتنه کړې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button