رابرټ میولر:دټرمپ ټاکنیزټیم له روسیې سره کوم جوړجاړی نه وو کړی
کابل ټکی کام(دوشنبه،۵وری،۱۳۹۸ ل)
دامریکا کانګرس ته په رپوټ کې ددې هېواد په تېرو ټاکنو کې د روسیې مداخلې په اړه ځانګړي پلټونکي رابرټ میولر ویلي چې ددې هېواد په ۲۰۱۶ ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر ټرامپ ټاکنیز ټیم له روسیې سره جوړجاړی نه و کړی.
په هغه لیک کې چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د امریکا کانګرس ته استولی ویل شوي: “په رپوټ کې دې پایلې ته نه دي رسیدلي د امریکا ولسمشر دې کوم جرم کړی وي خو هغه ته برائت هم نه ورکوي.”
د هغه په لیک کې ویل شوي: “دا رپوټ د امریکا په ټاکنو کې د اغیز ترلاسه کولو لپاره د روسیې هڅې ښيي او هغه جرمونه چې شوي، ده مستند کړي دي.”
“ځانګړي پلټونکي داسې شواهد نه دي موندلي چې هېڅ امریکايي یا د امریکا د ولسمشر ټرمپ ټاکنیز ټیم غړي دې له روسیې سره جوړجاړی یا همغږي کړې وي.”
د میولر څېړنې چې ۲۲ میاشتې وخت یې نیولی دوه ورځې وړاندې د امریکا لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه ټويټ کې لیکلي: “نه جوړجاړی، نه جوړجاړی او نه ناغیړي.”
خوتردې مخکې ددغې پلټنې دپلټونکو خلاف ولسمشر ټرمپ سخت غبرګون ښودلی وو، دده په وینا چې پلټنې ولې دومره وخت ونیوه.
خوتېره ورځ چې کله د ګالف میدان ته روان و نو داسې ښکاریده چې د ښاغلي ټرمپ طبعیت د پام تر کچې ښه شوی و ځکه چې اوس څرګنده شوې چې رابرټ میولر د نورو تورونو لګولو وړاندیز نه دی کړی.
د ولسمشر ټرمپ پلویان نمانځنې کوي او له دې سره هغه ادعا لا پیاوړې ګڼي چې ولسمشر کوله.
ولسمشر وویل هر څوک پوهېږي چې دا یوه تېر ایستنه وه.
“هر څوک پوهېږي چې له پلټنې سره هېڅ مخالفت نه دی شوی او هېڅ خنډ ورته نه دی جوړ شوی، ټول پوهېږي چې دا یوه تېر ایستنه وه، په دې هېواد کې یوه لویه تېر ایستنه.”
د رابرټ میولر د تحقیقاتو پرمهال ځیني کسان محاکمه او محکوم شول او د نورو کسانو ترڅنګ په دې ډله کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین ډلې مشر پاول مانافورت، د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین او یو مهالې د ښاغلي ټرمپ شخصي وکیل مایکل کوهن هم شامل وو.
خو دا ټولې دوسیې مخامخ دې پوښتنو ته؟ چې ایا ولسمشر هڅه کړې چې د عدالت پر وړاندې خنډ جوړ کړي او آیا روسیې د ټرمپ په پلوۍ د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده کنه؟ ځواب نه وايي.
دیموکراتانو وار دمخه د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته سترګې نیولې دي او کمپاین کوي چې د راتلونکې کال ټاکنو کې به په یوه خوله د ولسمشر ټرمپ مخالفت وکړي. دیموکراته سناتوره کمالا هارس وايي د شویو تحقیقاتو رپوټ باید خپور شي چې خلک پرې پوه شي.
“دغه رپوټ باید خپور شي، د امریکا خلک د دې حق لري چې پر دې رپوټ پوه شي.”
دا پرېکړه چې څه باید خپاره شي او څه نه د امریکا لوی څارنوال جنرال بل بویل کولای شي، تمه ده چې دی به ژر د رپوټ مهمې برخې خپرې کړي.
په داسې حال کې چې د ځانګړې پلټوونکي له خوا تحقیقات پای ته رسیدلي نورې پلټنې روانې دي او دیموکراتان هم په کانګرس کې د ځان له پاره کمپاین کوي.



