د ملي اردو د سرتېرو قربانۍ؟؟ او هلې ځلې بې سرنوشته دي؟

ليکوال: خاکسار
پر افغانستان باندې امريکايانو له خپل يرغل سره سم د افغاني ټولنې يو شمېر وزګار، بې تجربې، له عقلي پلوه کمزوري ځوانان سره راټول کړل او امريکايانو خپل توپکونه د دوی په اوږو کې ورواچول او د ملي اردو په زړه راښکونکي نوم يې ونومول، چې دا دی تر اوسه پورې لا هم لګيا دي او د امريکايي ګټو د تأمين لپاره ځانونه وژني، په داسې حال کې چې د وينو او قربانيو قدر او ارزښت يې له هيچا سره نشته.
د ملي اردو په نوم دغه ځوانان له امريکايي پوځيانو سره اوږه په اوږه د افغان ولس پر وړاندې جنګېږي چې دا دی تقريباً اتلس کاله وروسته يې لا هم پر دی ټوپک په غاړه دی او له امریکايانو سره په شپنيو چاپو کې ملګرتيا کوي.
خو تر ټولو د تأسف وړ خبره بيا دا ده چې د د غو ځوانانو، چې ځانونه يې ملي اردو نومولي؛ ټولې قربانۍ؟؟ بې سرنوشته دي! ټولې هلې ځلې يې د بل لپاره دي او هغه هم د داسې خلکو لپاره چې د قربانۍ په قدر بيخي پوهېږي هم نه.
د ملي اردو په نوم ځوانان د داسې خلکو لپاره قرباني ورکوي چې اصلاً هېڅ اصول نه مني او نه يې هم پېژني. دغه قوم امريکايان دي چې د خلکو قربانيو؟؟ او هېڅ ډول ارزښتونو ته احترام نه لري، که ژوندي مثالونه يې وګورو! نو راځئ! چې پر ملي اردو د امریکايانو د بمبارد يو څو پېښې راواخلو!!
په تېره مياشت کې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د يوه سرتېري د کورنۍ دولس تنه غړي په داسې حال کې ووژل شول چې نوموړی سرتېری په ميدان وردګو ولايت کې د طالب پر وړاندې په خپله پوسته کې وو. په دغو وژل شويو کسانو کې د سرتېري د نورو خپلوانو تر څنګ د ده پنځه ماشومان هم شامل وو.
دغه بمبارد امريکايانو او افغان ځواکونو په ګډه تر سره کړي وو، چې بيا وروسته دولت د دې پر ځای چې د پېښې سمه پلټنه وکړي، په ډېره څرګنده لهجه يې وويل چې ګواکې دولس تنه طالبان مو ووژل.
نو دا او دې ته ورته پېښې د ملي اردو ځوانانو ته د امريکايانو لخوا يو څرګند پيغام دی چې تاسو زمونږ پر وړاندې هېڅ حيثيت نه لرئ! بلکې يوازې مو د خپلو جنګي الاتو په ډول کاروو.
بل دا چې په همدا تېره مياشت کې په اروزګان کې امريکايي الوتکو د ملي اردو په يوه پوسته بمبارد وکړ چې تقريباً لس ګونه د اردو عسکر يې پکې ووژل. د دې عسکرو له وژلو وروسته امريکايانو د دوی پاڼه هم وانه ړوله، يعنې نه يې د سرتېرو له کورنيو څخه بښنه وغوښته او نه يې هم د وژل شويو سرتېرو په اړه څه وويل.
چې دا ډول پېښو د ملي اردو سرتېري ناهيلي کړي دي او خپلې مړينې او قربانۍ؟؟ ته د شک په نظر ګوري.
همداشان د هېواد په لر او بر او هر ګوټ کې زياتره وخت امریکايي ځواکونه د ملي اردو پوستې بمباروي او بيا يې په اړه چوپه خوله پاتې کېږي. چې د غربيانو له دې ډول عمل څخه څېړونکي دا نتيجه اخلي چې د ملي اردو سرتېري د امريکايي ځواکونو لپاره د يک بار مصرف لوښي حيثيت لري، يعنې چې کله خوراک پکې وکړي نو لرې يې غورځوي، د څېړونکو په وينا د افغان حکومت مصارف اوس په امريکا باندې ډېر درانه تمامېږي نو اوس په يوه نه يوه بهانه غواړي چې لاس ورڅخه واخلي او همداسې يې يوازې پرېږدي.
نو مخکې له دې چې امریکايان دغه ډول عملونه تکرار کړي بايد د ملي اردو ځوانان د خپل ژوند اصلي مسير درک کړي او د خپل ولس په څنګ کې ودرېږي.



