کابل؛ سوله غوښتونکوفعالانو،لیکوالانواودپوهنتونواستادانو ملکي تلفات وغندل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل)

نن په کابل کې یوه خبري غونډه جوړه شوې وه چې د سولې فعالانو ملکي وژني، د حکومت سوله‌ضد هڅې او د سولې د فعالانو ترور او ګواښل په کلکو ټکو وغندل.

د غونډې یو تن ګډونوال او د سولې په هڅو کې بوخت د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وویل ملکي تلفات په وروستیو شپږو میاشتو کې تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د هغه په وینا، زرمت کې يې محصلین او ځينو نورو سیمو کې يې حتی قومي مخور په نښه کړل، خو په خبره يې څوک چې غږ نه‌شي پورته کولی نو جنازې به پورته کوي.

په دې غونډه کې د روزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی هم د سولې د هڅو قرباني وبلل شو، چې د پېښې د نه څېړنې له امله يې حکومت ګرم وباله.

د غونډې د ګډونوالو په وینا حکومت نه ځان ساتلی شي، نه ولس، نه د کابینې غړي، نه د ملي شورا غړي او نه هم حتی له بهرنیانو د خپلو عسکرو د بمبارۍ پوښتنه کولی شي.

د ډاکټر ځلاند په وینا سولې ته ځکه کارپکار دی، چې له دې «غلو چارواکو» خلاص شو او خپله خپلواکي ترلاسه کړو.

د غونډې بل تن ګډونوال لیکوال، اوشناند انجنیر نظر محمد مطمئن وویل، د سولې اړوند چې مخالفت کېږي باید مخالفت يې وشي.

هغه وویل، بن کنفرانس کې ۹۰سلنه ولس ناپامه ونیول شو او دلته يې «حکومت» جوړ کړ، اوس چې ۹۰ سلنه ولس سوله غواړي بیا يې هم لس سلنه محدود کسان مخالفت کوي، اوترجیح مخالفینوته ورکول کېږي.

د غونډې یوبل تن ګډونوال شفیع اعظم د حکومت وروستي حرکات د نظام د منفور کېدو لاسي هڅې یادې کړې.

ښاغلي شفیع اعظم وویل: «د حکومت وروستیو ړندو بمباریو، چاپو او بېباکانه چلند ته په کتو، ښکاري په لوی لاس د نظام د منفور کېدو او چپه کولو کوښښونه روان دي.»

د سولې فعالانو حکومت تورن کړ چې د دوی ژوند ته ګواښونه متوجه دي، خو مسؤل ارګانونه ځان هم نه پوی کوي.

خیرالله شینواري وویل، څو میاشتې وړاندې پرې وسله‌وال برید وشو، چې پکې ټپي شو، خو تر اوسه يې نه عاملین معلوم شول او نه يې هم چا پوښتنه کړې ده.

ښاغلي فیض محمد ځلاند بیا وویل چې دوی د سولې د هڅو په بدل کې ګواښل کېږي او حتی د هېواد د پرېښودو مشورې ورکړل شوې دي.

عبیدالله بارکزی چې په ټلویزوني بحثونو کې د سولې طرفدار و، په یوه غږیز کليپ کې د خپل مرګ وړاندوینه کړې ده او ویلي يې دي، چې یا به د امریکایانو، یا لاسپوڅو یا هم «لنډه‌غرو» له لوري وژل کېږي.

هغه وړمه ورځ د کندهار ښار شپږمه ناحیه کې نامعلومه وسله‌والو وويشت، خو د دې غونډې ګډونوال وايي چې د حکومت تر سترګو لاندې داسې ترور پوښتنې را پیدا کولی شي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې په کابل کې دطالبانوپخوانی غړی اوپه پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلا ضعیف کور هم د دولتي ځواکونو له لوري نږدې دوولس ساعته محاصره و او د هغه په زور نیولو هڅه کېدله خو بریالي نه شول.

ښاغلي ضعیف وویل دی کابل کې اوسي او که يې کوم مسؤل ارګان ور وغواړي په خوښه ورتلی شي، خو د کور د محاصره کېدو پر علت لا هم خبر نه دی.

یادونه باید وکړو چې نننۍ غونډې ته ټول هغه اشخاص ورغلي وو، چې سوله غوښتونکي بلل کېږي، اوپه ټولنیزو رسنیو کې دخارجي اوداخلی ځواکونو ړندې بمبارۍ، اوشپنۍ چاپې په کلکه غندي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button