يونېسف کندز کې د ماشومانو پر وژلو اندېښنه ښودلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۶)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “يونېسف” په کندز کې د ګډو ځواکونو عملياتو کې د ماشومانو پر وژل کيدو اندېښنه ښودلې ده.

يونېسف ويلي، په کندز کې د هوايي حملې پر مهال يوولس ملکي وګړي وژل شوي چې ډيری يې ماشومان دي.

يادې ادارې د ملکي کسانو وژل د بشري کړنو خلاف عملل بللی او د جګړو پر ښکيلو خواوو يې غږ کړی چې د ماشومانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

درې ورځې مخکې د کندز مرکز په تلوکه سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات وکړل چې د ځايي چارواکو او راپورونو پر اساس څوارلس ملکي وګړي پکې ووژل شول چې ډيری يې ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو یوه قومندان په يادو عملياتو کې د ملکي خلکو وژل کيدل منلي خو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت بيا وايي، په کندز کې د ملکي خلکو وژلو ادعا په اړه څيړنې کوي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي خو تر اوسه يې د مخنيوي په اړه مسؤولو جهتونو لازم اقدام نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button