ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې پنځه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۶)

د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې پنځو تنو ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيان اړولی دی.

د خوګياڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه عمليات بيګا شپه د طوطو  په سيمه کې شوي دي چې عملياتي عسکرو د  پلټنو پر مهال د يو شمير کورونو دروازې ماتې کړي او شپږ کورونه يې په بشپړه توګه په بمونو ویجاړ کړي دي.

ځايي خلک وايي، د ګډو ځواکونو په ډزو پنځه تنه ملکي کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوي زياتوي چې د پلټنو پر مهال د دوی قيمتي توکي، پيسې او زيورات يې هم  وړي دي.

تر اوسه د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د ګډو ځواکونو دغه عمل وحشت او جنايت بللی او وياند يې ذبیح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي ” دغه راز وحشت د امریکايي اشغالګرو او دکابل ادارې د غلامو عسکرو روزمره شغل ګرځيدلی چې ورسره د افغان غیرتي اولس حساسیت را پاریدلی او د دښمن په وړاندې د مجاهدینو عملیاتو هم زور اخیستی”.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم ګډو ځواکونو د کندز په تلوکه سيمه کې عملياتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په شمول ديارلس ملکيان وژلي و.

د ګډو ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د وژل کيدو لړۍ له تيرو څو میاشتو راهيسې روانه ده خو تر دې دمه د ګډ حکومت چارواکي په اړه هيڅ غبرګون نه ښيي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button