امريکا له تروريستي ډلو سره د همکارۍ په تور پر حنيف اتمر ويزه بنده کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۸)

په کابل کې د امریکا سفارت د ملي امنيت شورا پر پخواني مشر او د ولشمرۍ پر نوماند حنيف اتمر د ويزې بنديز لګولی.

د سيحون خبري اژانس په دې اړه يو سند خپور کړی چې پکې ويل شوي حنيف اتمر د تريريستي ډلو سره همکارې کړې زياتوي: “د امریکا د کډوالۍ قانون له 212 (b) (3) (d) له مخې له ټروريسټي ډلو سره د اړيکو په خاطر نه‌شي کولای امريکا ته د ننوتلو ويزه تر لاسه کړي.”
د سرچينې په وينا، حنيف اتمر په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا له سفارت څخه د ويزې غوښتنه کړې وه خو هغوی يې له ورکولو انکار کړی و.

اتمر د اشرف غني د ادارې سره تر څلورو کلونو لپاره د امنيت شورا مشر او پخوا يې د حامدکرزي د دورې پر مهال په بيلابيلو پوستونو دندې کړي.

کله چې حنيف اتمر د ملي امنيت شورا مشر و پر نوموړي د ځينو افغان سياستوالو او د ولسي جرګې یو شمیر غړو تور پورې کړ چې د داعش ډلې ملاتړ کوي او د ننګرهار د خلکو استازي وويل، چې د دغه ډلې مشران په وزارتونو، رياستونو او سفارتونو کې چکرې وهي.

سربيره پر دې د جنبش روشنايي غړيو هم په اتمر ورته ډول تورونه لګولي و او آن د دهمزنګ د چاودنې مسؤل او پلان يې حنيف اتمر ته منسوب شوی و.

همدارنګه ګڼو شنونکو او سياستوالو د ملي امنيت شورا د داعش په ملاتړ تورنه کړې وه.

تر اوسه د حنيف اتمر ټيم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د امريکا سفارت خپور کړی سند

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button