(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۸)
د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د اسرائيلو هوايي ځواک د سوريې په حلب کې د ايراني وسلو زيرمې په نښه کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د بشري حقونو د څار ډلې له قوله ليکلي په دغه بريدونو کې ځاني تلفات هم اوښتي دي.
په لومړيو معلوماتو کې ويل شوي، په دغه بريدونو کې څلور تنه د یادو زيرمو ساتونکي وژل شوي خو د هغوی د هويټ په اړه يې څه نه دي ويلي.
د حلب اوسيدونکي وايي، د دغه بمبمارۍ سره د ټول ښار بر ېښنا هم پرې ښوې ده.
د سوريې امنیتي سرچينو ويلي د اسرائيلو ځينې توغندي يې په هوا کې له منځه وړي او ځينې نور په هدف لګيدلی چې یوازې مالي زيان يې اړولی دی.
اسرائيلو وروسته له هغې په سوريه کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ هوايي بريدونه کړي چې د اسرائيلو له خوا د جولان د اشغال شويو غونډۍ امريکا په رسميت وپيژندلې.
اسرائيلو په ۱۹۶۷ کې د جولان لوړې اشغال کړې او په ۱۹۸۱ کې يې هغه سيمه خپله خاوره اعلان کړه.

















