کابل ټکی کام(پنجشنبه،۸وری،۱۳۹۸ ل)
دعراق لوړپوړي چارواکي وايي په خپل هېواد کې له دې وروسته د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نه لري. د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي د امریکا ددفاع له سرپرست وزیر سره د خبرو پر مهال ویلي، هېواد یې د سوکالۍ او امنیت پر لور روان دی او د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ده. نوموړي پاتریک شنهان ته ویلي چې امریکايي ځواکونه دې له عراق ووځي، ځکه عراقي پوځیان پیاوړي دي او ددې وړتیا لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي. عراقي چارواکو تر دې وړاندې هم له امریکا غوښتي وو، چې په عراق کې دې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته راښکته کړي. ټرمپ بیا ژمنه کړې وه، چې په عراق کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکموي، خو ځینو امریکايي چارواکو ددغه پرېکړې مخالفت هم کړی دی.
یادونه باید وکړو چې دامریکا اوسنی جمهور رئیس ډونالډټرمپ له عراق اوافغانستان څخه دخپلو فوځیانو په راټولولو سره دروانو جګړو اختتام غواړي، نوځکه یې وسلوالو طالبانو سره مذاکرات پیل کړي، ترڅو دخپل تاریخ اوږده جګړه ختمه، اوخپل شکست ته دتساوي رنګ ورکړي.

















