خلیلزاد:له طالبانوسره دافغانستان په خارجي اړخ خبرې شوي

کابل ټکی کام(پنجشنبه،۸وری،۱۳۹۸ ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانو سره د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، اونوروخارجي اړخونو خبرې شوي.

زلمي خلیلزاد په دې مرکه کې د حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې هم ویلي چې افغانستان کې د امریکا لپاره کار کوي او کوم «شخصي هدف» نه لري.

هغه زیاته کړې د مؤقت حکومت په اړه يې له طالبانو سره څه نه دي ويلي او دا د افغانانو خپل‌ منځي موضوعات دي.

د هغه په وینا مهمه دا ده چې افغانان پخپله ستونزې حل کړي او پر دې بحث وکړي چې څنګه سره یو ځای ارام ژوند وکړي.

زلمی خلیلزاد د سولې په بهیر کې د یو بل سفر په دوران کې انګلستان ته رسېدلی،اوتمه ده چې څه موده وروسته امریکايي ټیم یوځل بیاطالبانو سره په قطر کې غونډه وکړي، اوپه منتخبو موضوعاتو هراړخیز بحثونه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button