دبدخشان ارغنجخواه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

کابل ټکی کام ( جمعه، ۹ وری، ۱۳۹۸ ل)

د بدخشان ارغنجخواه ولسوالۍ مرکز، د استخباراتو مدیریت او ۶ پوستې، او په غزنې کې  یو مرکز   دوسلوالو طالبانو لخوانیول شوي، په دغه جګړه کې طالبانو ۲۱ عسکر وژلي.

طالبانو په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دخندق عملیاتو په جریان کې تیره شپه ددوی ځواکونو د بدخشان ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ مرکز، د استخباراتو مدیریت،  ملحقات او ۶  امنیتي پوستې نیولې دي.

اوزیاته کړې یې ده چې په دې عملیاتو کې د قومندان ضابط ذبیح په ګډون ۵ عسکر وژل شوي، او۴ ټپيان دي، نور ټول تښتیدلي دي، یو پولیس ژوندي نیول شوی دی.

ددوی په وینا چې له حکومتي ځواکونو څخه یې ډېره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي هم نیولي دي.

له بلې خوا تیره شپه د غزني ولایت مرکز اړوند  ده خدایداد سیمه کې دحکومتي ځواکونو په یوه پوسته باندې طالبانو چاپه وهلې.

د عملیاتو په لړ کې د قومندان په ګډون ۶ پولیس وژل شوي، ۱ تن ژوندی نیول شوی.

همدا ډول په هغه کومکي قطار هم د کمین برید شوی  چې غوښتل يې دغې پوستې ته ځان  ورسوي.

په نتیجه کې د قطار ۱۰ تنه عسکر هم وژل شوي، ګڼ ټپيان دي، خورا ډيره وسله  او مهمات د طالبانو لاسته لویدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه د د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ مرکز هم طالبانو نیولی وو.

ددغوجګړ وپه اړه حکومتي چارواکو تراوسه مطبوعاتوته څه ندي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button