(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۹)
د غزني ښار اړوند په ده خدای داد سيمه کې طالبانو د دولتي عسکرو پر يوه مرکز عمليات کړي چې پر مهال پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، طالبانو لومړی په ياده سيمه کې پر يوه پوسته حمله وکړه چې شاوخوا لس عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د سرچينې په وينا، کله چې سيمې ته د لومړۍ حوزې امر له خپل پرسونل سره د کومک لپاره راتلو په لاره کې طالبانو کمين ورکړی او د نوموړي په شمول لس عسکر وژل شوي دي.
د غزني ولايتي شورا وايي، په دغه بريدونو کې ټول پنځلس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
خو د غزني د پوليسو وياند بيا د نهه عسکرو وژل کيدل او شپږو نورو ټپي کيدل تاييدوي.
له بله پلوه طالبانو رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په ياده سيمه کې د چاپې پر مهال يوه پوسته نيولې، د پوستې شپږ عسکرو وژل شوي، په کومکو عسکرو بريد کې لس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې په پايله کې لس ميله بيلابیل ډوله وسلې او په زياته اندازه نظامي توکي د طالبانو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تر دې دمه د پسرلنيو عملياتو اعلان نه دی کړی خو د هيواد په بیلابيلو سيمو کې يې وسله وال بريدونه زيات کړي چې د نوي کال له پيله يې زياتې سيمې او پوځي مراکز د دولت تر حاکميته ايستلي دي.

















