کابل ټکی کام (جمعه، ۹ وری، ۱۳۹۸ ل)
دراپورونو په اساس چې جمو کشمیر کې د هندي پولیسو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ نښته شوې او پرمهال يې دوه وسلوال وژل شوي دي.
په هندي کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه په نښته کې دوه تنه بیلتون غوښتونکي وژل شوي او ۴ تنه هندي پولیس ټپیان شوي دي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې پولیسو د جمو کشمیر د بډګام په سیمه کې د بیلتون غوښتونکو په اړه د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په سیمه چاپه واچوله، چې په ترڅ کې يې جګړه رامنځ ته شوه، چې په پایله کې يې د یادې مرګ ژوبلې ادعا شوې
کله چې سیمې ته پولیس رسیږي د هغوی له تګ سره سم د دوی او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته پیل شوه، په نښته کې دوه تنه بیلتون غوښتونکي مړه او ۴ تنه پولیس ټپیان شول.
په سیمه کې نښته پایته رسیدلې ده، پولیسو د پلټنې په عملیاتو پیل کړی دی. پولیسو د عملیاتو پر مهال د بیلتون غوښتونکو اړوند د دوو ټوپکونو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
پرون هم د جمو کشمیر د شوپین او کوپواره په سیمو کې په نښتو کې ۴ تنه بیلتون غوښتونکي وژل شوي وو.
تردې وړاندې د جمو کشمیر په علاقه کې نوري نښتي هم شوې دي چې پرمهال يې مرګ ژوبله هم لرلې ده تردې وړاندې د هند او پاکستان ترمنځ پر کنټرول کرښه وضعیت خراب شوی وو.
د دواړو لورو ترمنځ د نښتو سره سره هوايي بریدونه هم ترسره شول چې په پایله کې يې هندۍ الوتکې په نښه او را وغورځول شوې، چې یو هندی پیلوټ د پاکستان له لوري ژوندی ونیول شو او وروسته له دوه ورځو بنده بیرته خوشي کړای شو.
هغه مهال ګمان کیده چې جګړه به رامنځ ته شي خو هغه حالات لاهم داسې ترینګلي پاتي دي.















