ټرمپ:که مکسیکو دناقانونه کډوالو مخنیوی ونکړي؛ پوله ورسره تړم

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دانتخاباتي کمپاینونو پرمهال دوه مهم ګامونه خپل اساسي اهداف بلل؛ مکسیکوسره پر پوله دېوال وهل او له افغانستانه خپل ځواکونه وېستل.

خودادی ټرمپ له افغاستانه دخپلو ځواکونو په وېستلو کې جدي ښکاري اوله وسلوالو طالبانو سره دنوموړي مذاکرات دې ګام ته په ژمن پاتې کېدو ښه دلیل دی، خو مکسیکو سره ددیوال رغول دټرمپ اوسنی شعار هم چې لا یې راساً پیل نه دی ورباندې کړی.

 ټرمپ یوځل بیا ویلي چې مکسیکو امریکا ته غیر قانوني کډوال استوي او دا چاره د امریکا امنیت ته ګواښ پېښولی شي. نوموړي ویلي چې که مکسیکو د کډوالو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي پوله به ورسره وتړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دوی باید په دې پوه شي چې ټرمپ لکه د نورو غوندې یوازې خبرې نه کوي بلکې څه چې ووایي عملي کوي یې هم. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر دریو هېوادونو هندوراس، ګواتیمالا او السلوادور چې د لاتیني امریکا برخه ده ورباندې به مرستې ودروي. د رویټرز اژانس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کانګرس باید بهرنیو هېوادونو ته د امریکا د مرستو د پروګرامونو بندېدل تصویب کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button