ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
د څومره سفر په ارادې سړى مسافر کيژي
پوښتنه : د څومره ليرې سفر په ارادې سره سړی مسافر کيږي؟
ځواب : په شريعت کې مسافر هغه چا ته ويل کيږي چې دومره ليرې ځای ته د تللو اراده وکړي چې سړی په دريو شپو او دريو ورځو کې هغه ځای ته رسيدلای شي، مطلب دا نه دی چې ټوله ورځ به روان وي او پر دريو ورځو کې به رسيږي، بلکه هر ورځ د سهار تر زواله پورې تګ د اعتبار وړ دی : او له تګ څخه د درميانه درجې تګ او له ورځې څخه له وړې نه وړه ورځ مراد ده ([1]).
د سفر شرعي مسافه
پوښتنه : په څو انګريزي ميله باندې قصر کيدلاى شي او شرعي مسافر کوم يو دى؟.
ځواب : کوم سړى چې د دريو منزلونو مسافه په نيت له خپلې ابادۍ څخه د باندې ووزي هغه شرعاً مسافر دى، د هغه په ذمه قصر لازم دى، د ريل منزلونو معتبر ندي، بلکې پياده يا د معتدلې سپرلۍ منزلونه معتبر دي، برابره خبره ده که غه منزلونه پياده طى کړي او په سپرلۍ باندې، که چيرته منزلونه معتين نه وي نو په دې کې د علماء کرامو قولونه مختلف دي : ځينې شپاړس انګريزي ميله يو منزل ګڼي او درى منزلونه په همدې اعتبار سره اته څلويښت ميله کيژي، ځينې له دې څخه کم او ځينې بيا له دې څخه د زياتو قايل دي ([2]).
له نيت پرته قصر نشته
پوښتنه : که يو کس د سير (چکر وهلو) نيت وکړي، مګر د کوم ځاى نيت ونکړي او په مياشتو او په کلونو کې په سفر کې وي نو قصر به کوي او که پوره لمونځ به کوي؟.
ځواب : هغه کس کوم چې ابتداءً يا له کوم ځاى څخه يې د دريو ورځو د سفر نيت نه وي کړى قصر به نکوي، بلکې لمونځ به پوره کوي (ومن طاف الدنيا بلا قصد لم يقصر) ([3]).
د دريو ورځو مسافه څو ميله وي
پوښتنه : د درميانه درجې له تګ څخه څه مراد دی او د دريو ورځو مسافه څو ميله وي؟
ځواب : د درميانه درجې تګ څخه د انسان پياده تګ مراد دی او سمه خبره دا ده چې دری پړاوه مسافه معتبره ده، خو د آساني لپاره اته څلويښت ميله مسافه د دريو پړاوونو برابر ګڼل شوې ده ([4]).
سړى څه وخت مسافر ګڼل کيژي
پوښتنه : آيا د قصر احکام د دريو منزلونو مسافه په پوره کيدو باندې شروع کيژي؟.
ځواب : نه ! بلکې د دريو منزلونو د مسافه په نيت سره کوم وخت چې انسان سفر شروع کړي او له آبادي څخه د باندې ووزي له همدې وخت څخه شروع کيژي ([5]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٠.
([2]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٧٨، بحواله : آثار السنن، ص : ٢٦٣، کتاب الصلوة، ابواب صلوة المسافر، باب ما استدل به علي ان مسافة القصر ثلاثة ايام، اعلاء السنن، کتاب الصلوة، ابواب صلاة المسافر، باب مسافة القصر، ج : ٧، ص : ٢٣٦ – ٢٣٨.
([3]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٣١٦، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، باب صلاة المسافر، ج : ١، ص : ٧٣٣.
([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٠.
([5] ) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٨٤، بحواله : التنوير الابصار مع الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب صلاة المسافر، ج : ٢، ص : ١٢١ – ١٢٣، وکذا في البحر الرائق، باب المسافر، ج : ٢، ص : ٢٢٦.

















